Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

افغان کډوالو ته د رسېدنې په خاطر له پاکستان سره ۶۰ میلیونه ډالره مرسته شوې

0
افغان کډوالو ته د رسېدنې په خاطر له پاکستان سره ۶۰ میلیونه ډالره مرسته شوې

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت وايي، چې امریکا تېر ۲۰۲۲ مالي کال کې افغان کډوالو ته د رسیدنې په خاطر له پاکستان سره ۶۰ میلیونه ډالره مرسته کړې.

د سفارت د خبرپاڼې له مخې، په اسلام اباد کې د امريکا سفير ډونالډ بلوم ويلي چې امريکا د ٢٠٠٢ کال له پيله تر اوسه پاکستان ته د افغان کډوالو د لاسنیوي لپاره ٢٧٣ ميليونه ډالره مرسته کړې ده.

تر ټولو زیاتې مرستې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د روغتیا او پوهنې په برخو کې له افغانانو سره شوې دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې دا مهال شاوخوا ۱،۳ میلیونه افغان کډوال په پاکستان کې مېشت دي.

اټکل کېږي چې په دغه هېواد کې تر یو میلیون ډیر افغانان له اسنادو پرته هم اوسېږي.











СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *