Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

امریکا د ایران پر دوو هوايي شرکتونو نوي بندیزونه لګولي

0
امریکا د ایران پر دوو هوايي شرکتونو نوي بندیزونه لګولي

د امریکا متحدو ایالتونو د ایران پر دوو هوايي شرکتونو له روسیې سره د دغه هېواد د بې پیلوټه الوتکو د مرستې په خاطر نوي بندیزونه لګولي دي.

د امریکا د خزانې وزارت پرون د جنورۍ ۶مه وویل چې د قدس ډلې هوايي صنعت او د ایران د فضايي صنایعو سازمان تر بندیزونو لاندې راغلي دي.

دغه راز ویل شوي چې د دواړو ادارو اجرایوي غړي او د بورډ غړي د اوکراین په جګړه کې روسیې ته د بې پیلوټه الوتکو په جوړولو کې د لاس لرلو له امله له بندیزونو سره مخامخ دي.

د امریکا د خزانې وزیرې جینت ییلن ویلي، هېواد به یې پر اوکراین د ولادیمیر پوتین د ناموجه یرغل د مخنیوي لپاره له هرې لارې کار واخلي.

امريکا او د اوکراين لوېديځو متحدينو په وار وار ادعا کړې چې ايران روسيې ته د "شهيد" په نوم بې پيلوټه الوتکې ورکړي چې د اوکراين پر وړاندې په جګړه کې ترې کار واخلي.











СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *