Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

پوټزل: افغانستان د بحران یوه نوي پړاو ته ننوځي

0
پوټزل: افغانستان د بحران یوه نوي پړاو ته ننوځي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر مرستیال په افغانستان کې د لوړو زده کړو په موسسو کې د نجونو پر تحصیل او په غیرحکومتي ټولنو کې د ښځو پر کار د بندیز د سمدستي لیرې کېدو غوښتنه کړې.

یوناما پر ټوېټر په یوه بیان کې ویلي چې مارکس پوټزل دا خبرې نن د طالبانو د حکومت د لوړو او مسلکي زده کړو له سرپرست وزیر مولوي ندامحمدندیم سره په کتنه کې کړي.

پوټزل ویلي چې افغانستان د بحران یوه نوي پړاو ته ننوځي.

د ده په وینا د ښځو پر زده کړو او کار بندیز ټول افغانان زیانمنوي.

د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت څه باندې دوه اونۍ مخکې په کورنیو او نړیوالو غیر حکومتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیر اعلان کړ.

د طالبانو حکومت له دې مخکې د نجونو لپاره د پوهنتونونو دروازې هم بندې کړې دي.

د طالبانو د دې اقدام پر وړاندې په کور دننه او بهر سخت غبرګونونه وښودل شول او یو شمېر موسسو په افغانستان کې خپل فعالیت وځنډاوه.











СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *