Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

غورماز: د افغان نجونو د زده کړو موضوع اوس ټولو مسلمانانو پورې تړلې

0
غورماز: د افغان نجونو د زده کړو موضوع اوس ټولو مسلمانانو پورې تړلې

مشهور دیني عالم او د مسلمانو هېوادونو د عالمانو د مشرتابه کمېټې غړی محمد غورماز وايي، په افغانستان کې په نجونو د زده‌کړو د بندیز مسئله په ټولو مسلمانانو پورې تړلې ده.

د ترکیې یو نوموتي دیني عالم ډاکتر محمد غورماز له شرعي پلوه طالبان ننګولي چې ولې یې د نجونو د تعلیم مخه نیولې.

ډاکتر غورماز د طالبانو د پوهنې له وزیر سره ترکیه کې لیدلي او ورته یې ویلي، د نجونو په تعلیم د بندیز موضوع د افغانستان کورنۍ مسئله نه، بلکې د ټولې نړۍ له مسلمانانو سره تړلې موضوع ده.

د نوموړي د دې لیدنې او خبرو ویډیو چې په کې د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب‌اغا او نور طالب چارواکي هم ناست دي، د مسلمانو عالمانو نړیوالې ټولنې "علماء المسلمين" پرون ناوخته په خپله ټویټرپاڼه خپره کړې.

هغه د طالبانو پوهنې وزیر ته په خطاب کې وايي: "ښاغلی وزیر! شاید تاسې ووایاست چې دا زموږ کورنۍ موضوع ده او هیڅوک په کې د څه ویلو حق نه‌لري، مګر زه باید ووایم چې دا موضوع اوس ټولو مسلمانانو پورې تړلې ده چې په دې اړه پوښتنه وکړي. تر دې چې زما لور له ما په کور کې پوښتي او زه مجبور یم چې ځواب ورکړم. هغه ما ته وايي، ولې په افغانستان کې نجونې ښوونځيو ته نه ځي؟ زه هیله لرم چې له تاسې ښه خبر واورم."

ډاکتر غورماز زیاتوي، د یوه مسلمان په توګه په افغانستان کې په نجونو د تعلیم بندیز ورته د منلو نه‌دی.

د مسلمانو عالمانو نړیوالې ټولنې په دې اړه څه نه‌دي لیکلي چې د دیني عالم محمد غورماز اندېښنو او پوښتنو ته د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر حبیب‌الله اغا ځواب څه و.

د ازادي راډیو خبریال د طالبانو د پوهنې وزارت سره دا موضوع شریکه کړه، خو چارواکو یې ځواب ورنه کړ.

له دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم په د ۲۰۲۲ کال د اکټوبر په ۱۴مه ترکیه کې د دیني عالمانو په یوه غونډه کې ژمنه کړې وه چې ډېر ژر به د افغان نجونو په تعلیم د بندیز ستونزه حل شي، خو له هغې نېټې تر ننه او د دوی د بیا بیا ژمنو سره سره، لا هم له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو منع شوي.

تر خوا یې درې اوونۍ وړاندې طالبانو پوهنتونونو ته د نجونو او ښځو په تلو هم بندیز ولګاوه.

نن ۴۷۵یمه ورځ ده چې طالبانو افغان نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته له تلو راګرځولي او تر خوا یې ۲۰مه ورځ ده چې طالبانو پوهنتونونو ته هم د نجونو او ښځو ورتګ منع اعلان کړی دی.

د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو سخت دریځه کړن‌لاره د دې لامل شوې چې دوی په نړیواله کچه د ښځو او نجونو پر وړاندې په جنسیتي تبعیض او نا برابرۍ تورن وبلل شي.











СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *