Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

د افغان متقاعدینو ستونزې؛ نعمان: طالبان دې ژر زمونږ حقوق راکړي

0
د افغان متقاعدینو ستونزې؛ نعمان: طالبان دې ژر زمونږ حقوق راکړي

یو شمېر متقاعدین شکایت کوي چې له دوه کلونو راهیسې یې تقاعدي نه ده اخیستې او له دې امله له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د کابل ښار اوسېدونکی محمد نعمان وايي، په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو د حکومت له خوا تقاعدي نه ده ورکړل شوې چې په خبره یې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ او ژوند یې ورتریخ کړی دی.

محمد نعمان د شکرې په ناروغۍ هم اخته دی.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل، چې ان د خپلې درملنې پیسې هم ورسره نه شته.

نعمان زیاتوي: "دوه کاله کېږي چې تقاعدي مې نه ده اخیستې. زما اقتصادي حالت ډیر خراب دی، زه د شکرې په ناروغۍ اخته یم او زما مېرمن د پښتورګو ناروغي لري. زه د ځان او مېرمنې د درملنې لپاره پیسې نه لرم. له بلې خوا د سړې هوا له امله زما لور او دوه لمسیان له یوې نیمې میاشتې راهیسې ټوخېږي، سینه یې ده، خو د درملنې پیسې یې نه شته."

د نعمان په څېر په سلګونو نور متقاعدین هم له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي او د طالبانو له حکومته غواړي چې ژر تر ژره د دوی حقوق ورکړي.

د متقاعدینو ملي ټولنه په افغانستان کې د متقاعدینو له حقونو څخه دفاع کوي.

د دې ټولنې مشر افندي سنګر هم د متقاعدينو ستونزې تاييدوي او وايي، په څو ځلي یې متقاعدینو ته د تقاعدۍ د ورکړې موضوع له طالب چارواکو سره شريکه کړې ده.

سنګر وویل: "دوه کاله کېږي چې مونږ متقاعدینو ته یې معاش نه دی راکړی. هر متقاعد د شپاړلس، اووه لس کسیزې کورنۍ مشر دی. د دې ستونزو په اړه موږ د اسلامي امارت له مشرتابه سره له نږدې نه خبرې کړي. دوی دا وعده راکوي چې د مالیې وزارت طرحه جوړه کړې او د امیرالمومنین منظوري لپاره یې قندهار ته لېږلې، تر اوسه منظور شوې نه ده. مونږ ورته په تمه یو."

خو د طالبانو حکومت د مالیې وزارت وايي، چې تر اوسه دوی له خپل مشرتابه څخه متقاعدینو ته د دوی د تقاعدیو د ورکړې منظوري نه ده ترلاسه کړې.

د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل په دې اړه اړه ازادي راډيو ته وویل: "ټول هغه مسایل چې د تایید لپاره مو مشرتابه ته استولي دي، تر اوسه نه دي راغلي، مونږ د مشرانو لارښوونو ته منتظر یو چې کله راشي د ورکړل شوي لارښوونو سره سم به عمل وکړو."

دا په داسې حال کې ده چې په تېر جمهور نظام کې سره له دې چې کله ناکله د متقاعدینو تقاعدي یا حقوق ځنډېدل، خو بیا هم دوی خپل کلني تقاعد ترلاسه کاوه، خو د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو راهیسې متقاعدینو خپل د دوو کلنو حقوق نه دي ترلاسه کړي.

دوی څو څو ځله د بېلابېلو رسنیو او لاریونونو له لارې د طالبانو له حکومته د خپلو تقاعدیو غوښتنه وکړه، خو ښکاري چې کومه نتیجه یې ورنه کړه او د مالیې وزارت په پلان کې ځنډ د دوی ستونزې او اندېښنې لا زیاتې کړې دي.

که څه هم د افغانستان د متقاعدینو ملي ټولنه د متقاعدینو د شمېر په اړه نوي ارقام نه لري، خو وايي چې په ۱۴۰۰ هجري لمریز کال کې په افغانستان کې د ملکي او نظامي متقاعدینو شمېر نږدې ۱۴۸۸۸۱ تنو ته رسېده.











СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *