Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

ټاکل شوې نن په سويس کې د پاکستان او ملګرو ملتونو ګډ کنفرانس جوړ شي

0
ټاکل شوې نن په سويس کې د پاکستان او ملګرو ملتونو ګډ کنفرانس جوړ شي

د کنفرانس هدف پاکستان ته د نړیوالو مرستو جلبول دي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف جینیوا ته له سفر مخکې یکشنبه په یوه بیان کې وویل: "میلیونونه پاکستانیان د بې‌ساري ناورین (سېلابونو) له امله زیانمن شول، د بیا رغونې لپاره خواخوږۍ ته اړتیا لري."

د کنفرانس کوربانه د پاکستان صدارعظم شهباز شریف او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش دي او دوی تمه لري چې شاوخوا شپاړس اعشاریه درې (۱۶.۳) میلیارده ډالره مرسته د پاکستان لپاره ټوله کړي څو په مټ یې په دغه هېواد کې د تېر کال د سېلابونو له امله زیانمنې سیمې ورغوي.

دغه کنفرانس ته د څلوېښتو هېوادونو پلاوي او ځینې مشران ورځي او تر څنګ به یې نړیوالې مرستندویه او پرمختیايي ادارې هم خپل استازي ورلیږي.











СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *