Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

ايران کې حکومت ضد لاريونونو زور اخيستی

0
ايران کې حکومت ضد لاريونونو زور اخيستی

د ایران د رژيم له‌خوا د دوو ځوانو معترضینو تر اعدام وروسته د خلکو لاریونونو او غبرګونو زور اخیستی.

په تر ټولو تازه غبرګون کې د ایران د فوټبال د ملي ټیم غړي مهدي طارمي ویلي چې: "د دار په رسۍ سره عدالت نه‌شي ټینګېدی."

طارمي د ایران چارواکو ته په خطاب ویلي، په زندانونو کې ګڼ‌شمېر اختلاسګر او جنایتکاران شته خو بې‌چاره ځوانان چې د پوښتنې څوک نه‌لري یو په یو اعداموئ.

د ایران قضایه قوې شنبه اعلان وکړ چې محمد مهدي کرمي او محمد حسیني د یوه بسیجي د وژلو په تور په کرج کې اعدام شول.

په دې سره په ایران کې د بندي معترضینو له ډلې څلور تنه اعدام شوي.

امریکا، اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو د ایران دا عدامونه په کلکه غندلي دي.

په خپله ایراني ځوانانو هم په تهران او نورو ښارونو کې د دغو اعدامونو پر ضد لاریونونه کړي چې له ډلې یې تازه ۱۳ تنه په بهشت زهرا سیمه کې نیول شوي هم دي.











СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *