Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

ايران په 'تهران پوهنتون' کې د نورو ښځينه محصلانو د منلو خبر ورکړی

0

ایران په پام کې لري چې په تهران پوهنتون کې له افغانستان څخه نورې ښځینه محصلانې هم ومني.

د ایران مهر خبري اژانس پرون (د جنورۍ ۸ مه) راپور ورکړ چې، د افغان محصلینو لپاره د سکالرشیپونو له امله د پوهنتون بودیجه زیاته شوې ده.

د تهران پوهنتون یوه چارواکي معصوم ملک وویل، چې د پوهنتون د بودیجې زیاتوالی به ایران ته دا وړتیا ورکړي چې په ۲۰۲۳ کال کې زیات افغان محصلین په ځانګړې توګه ښځې ومني.

د راپور له‌مخې، اوسمهال د تهران په پوهنتون کې ۴۷۰ افغان محصلین په زده‌کړو بوخت دي، چې ۱۴۰ یې ښځې دي.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت د ډسمبر په ۲۰ مه د افغانستان پوهنتونونه د ښځینه محصلینو پر مخ وتړل.











СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *