Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

انګوس کینګ: له اوکراین سره د متحده ایالتونو مرستې حیاتي ارزښت لري

0
انګوس کینګ: له اوکراین سره د متحده ایالتونو مرستې حیاتي ارزښت لري

امریکایي سناتور انګوس کینګ وایي، له اوکراین سره د متحده ایالتونو مرستې حیاتي ارزښت لري.

اسوشیتیدپریس خبري اژانس د اوکراین تر سفر وروسته د کینګ پرونۍ خبرې را اخیستي چې ویلې یې دي، که امریکا د اوکراین ملاتړ ودروي، اروپا کې به سخت دریځي خپره شي.

دغه سناتور تېره اونۍ کییف ته تللی و او هلته یې د اوکراین له ولسمشر او نورو چارواکو سره کتلي و.

نوموړي ویلي، هېواد یې باید تر هغو د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي چې په خبره یې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین چې ده " دیکتاتور" بللی، له زوره ولوېږي.

ټاکل شوې اوکراین د خپلو دولتي لګښتونو لپاره د امریکا له خوا نژدې ۵۰ میلیارده ډالره مرسته ترلاسه کړي.











СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *