Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

د کابل- غور لویه لاره له درېیو ورځو بندېدو وروسته بېرته خلاصه شوه

0
د کابل- غور لویه لاره له درېیو ورځو بندېدو وروسته بېرته خلاصه شوه

د کابل- غور ترمنځ غځېدلې لویه لاره له درېیو ورځو بندېدو وروسته بېرته خلاصه شوه.

په غور کې د طالبانو د حکومت د والي ویاند عبدالواحد حماس ازادي راډیو ته وویل، دا لاره چې بکک کوتل سیمه کې د واورو له کبله بنده شوې وه، پرون ماذدیګر بېرته خلاصه شوه.

نوموړي وویل، د کوتل دواړو غاړو ته ۲۷ مسافر وړونکي موټر بند پاتې و.

دا چې بندو پاته شویو مسافرو ته کوم زیان اوښتی او که نه، په دې اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي.

د سالنګ په ګډون د افغانستان یو شمېر غرنۍ لارې وخت نا وخت د ژمي پر مهال د درنو واورو له کبله بندېږي.











СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *