ايران کې پر اعدام د محکوم شويو مظاهرهچيانو شمېر ۱۷ ته ورسېد
په ایران کې درې نور مظاهرهچیان په اعدام محکوم شول چې په دې سره تر اوسه د ټولو په اعدام د محکوم شویو مظاهرهچیانو شمېر اولسو ته ورسېد.
د ایران د قضایي ادارې اړوند میزان وېبپاڼې ویلي چې، صالح میر هاشمي، مجید کاظمي او یعقوب کورد سوفلا د مظاهرو په ترڅ کې د بسیج ملیشو د درېو غړیو په وژلو کې د لاس لرلو په تور چې هغې ته له خدای سره د جګړې نوم ورکړل شوی، په اعدام محکوم شوي دي.
په دغه قضیه کې ښکېل یو بل تورن، د ایران د فوټبال حرفوي لوبغاړی امیرناصر ازاداني چې هغه هم د اعدام له سزا سره مخامخ وو، په شپاړس کاله بند محکوم شوی دی.
د نوموړي په قضیه کې د فوتبال نړیوالې ټولنې سخت غبرګون ښکاره کړی او هغه یې په دغو شرایطو کې چې یوه لوبغاړي ته د ښځو د حقونو او په خپل هېواد کې د اساسي ازادیو لپاره د کمپاین په خاطر سزا ورکول کېږي ټکان ورکونکې او ناوړه بللې وه.
له څه باندې درې میاشتو راهیسې چې د ایران په توقیف کې د مهسا امیني د مړینې پر سر مظاهرې پیل شوي، ایراني چارواکو مظاهرهچیانو ته سختې سزاوې ورکړي دي.
تر اوسه په اعدام محکوم شویو څلورو کسانو باندې د اعدام سزا تطبیق شوې چې دوه یې دوه ورځې وړاندې اعدام شول.
پر اعدام د محکوم شویو دوو نورو، محمد قبادلو او محمد بروقاني د اعدام سزا د ایران د سترې محکمې د پرېکړې له امله ځنډېدلې ده.
د ایران د بشري حقونو یوه ډله چې مرکز یې په ناروې کې دی وایي، په ایران کې د توقیف شویو مظاهرهچیانو له ډلې ۱۰۹ یې د اعدام له سزا سره مخامخ دي.
دغې ډلې پرون دوشنبې په یوه اعلامیه کې ویلي، د دغو محکومېدونکو اصلي شمېر ممکن زیات وي، ځکه کورنۍ یې د فشار له کبله چوپه خوله دي.
په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، چې په ایران کې د مظاهرو له پيله د ۶۴ ماشومانو او ۳۶ ښځو په ګډون ۴۸۱ تنه وژل شوي دي.
ملګرو ملتونو او ګڼو لوېدیځو هېوادونو په ایران کې له مظاهرهچیانو سره شوی چلند او په اعدام د هغوی محکومېدل په کلکو ټکو غندلي دي.