Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

د طالبانو حکومت بهر ته د صادراتو د زياتوالي خبر ورکړ

0
د طالبانو حکومت بهر ته د صادراتو د زياتوالي خبر ورکړ

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا اقتصادي معاونیت د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې بهر ته د صادراتو د زیاتوالي خبر ورکوي.

د ملاعبدالغني برادر په مشرۍ دې معاونیت نن په یوه ټویټ کې ویلي، د هېواد د اقتصادي ثبات په پار د اخیستل شویو کوټلو اقداماتو په نتیجه کې د ۱۴۰۱ کال په لومړیو نهو میاشتو کې بهر ته د صادراتو کچه ۱۴۲۴ میلون ډالرو ته رسېدلې.

دغه راز ویل شوي، دا په داسې حال کې ده چې د تېرو ۱۳۹۹ او ۱۴۰۰ کلونو په لومړیو نهو میاشتو کې بهر  ته د افغانستان د صادراتو کچه په ترتیب ۴۳۴ او ۴۷۸ ملیون ډالره وه.

د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیالۍ دغه راز ویلي، که د صادراتو بهیر په همدې بڼه دوام وکړي نو د روان ۱۴۰۱ کال تر پایه به یې کچه دوو ملیارډ ډالرو ته ورسیږي.

د ډبرو سکاره، وچه او تازه مېوه، غالۍ او یو شمېر نور توکي، بهرنیو په تېره د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته د صادراتو مهم توکي بلل شوي دي.

د طالبانو حکومت په داسې حال کې بهر ته د صادراتو د زیاتوالي خبره کوي چې خلک په کور دننه د خوراکي موادو او نورو توکو د بیو له زیاتوالي او هم له ډېرو نورو اقتصادي ستونزو څخه شکایت کوي.











СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *