Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

ویرات کهولي ۴۵مه سلیزه هم ترلاسه کړه

0
ویرات کهولي ۴۵مه سلیزه هم ترلاسه کړه

د هندۍ کرېکټ لوبډلې ستوري لوبغاړي ویرات کهولي د سریلانکا خلاف په پیل شویو یو ورځنیو سيالیو کې خپله ۴۵مه سلیزه هم بشپړه کړه.

هغه په اوسنيو کرکټرانو کې تر ټولو مخکښ دی، خو یوازې له سچن ټنډولکر شاته دی.

ټنډولکر په یو ورځنیو سیالیو کې ۴۹ سلیزې وهلي دي.

د هند او سریلانکا ترمنځ تر شل اوریزو سیالیو وروسته نن(د جنورۍ ۱۰) د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ پيل شوې ده او دا د یو ورځنیو سيالیو د نړیوال جام د لارموندنې لوبې دي.

هند لا له وړاندې د ۲۰۲۳ کال د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام ته لار موندلې ده، خو د سریلانکا لوبډله په درجه بندۍ کې په نهم مقام کې ده.

کهولي په تېرو دوو کلونو کې خپل بد لوبیز حالت تېر کړ او د کرېکټ سترو لوبغاړو او مینه‌والو نور ترې د غوره لوبو تمه نه درلوده، خو هغه تېر کال د اسیا جام په سیالیو کې د افغانستان خلاف په شل اوریزو سیالیو کې خپله لومړنۍ سلیزه ترلاسه کړه او یو وار بیا یې خپلو مینه‌والو ته هیلې ورکړې.

ویرات اوس مهال په ۲۶۶ یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې تر دولس زرو زیاتې منډې لري او د ۴۵ سلیزو ترڅنګ یې ۶۴ نیمه سلیزې وهلي دي.

په یوه لوبه کې یې زیاتې منډې ۱۸۳ دي.











СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *