Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

ترکيه کې د کردانو ملاتړي ګوند بندولو قضيه محکمې ته وړاندې شوه

0
ترکيه کې د کردانو ملاتړي ګوند بندولو قضيه محکمې ته وړاندې شوه

د ترکیې لوی څارنوال د اپوزیسیون، د کردانو ملاتړي ګوند د فعالیت د بندولو لپاره خپله وروستۍ قضیه نن په محکمه کې وړاندې کړه.

د دغه ګوند د تړلو لپاره هڅې داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې د روان کال په وروستیو کې په ترکیه عمومي انتخابات ترسره شي.

د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ حکومت د ۲۰۲۱ کال د مارچ له میاشتې راهیسې هڅه کوي چې د خلک ډیموکراتیک ګوند، HDP چې په پارلمان کې دریم لوی ګوند دی، منحل کړي.

د خلک ډیموکراتیک ګوند په دې تورن دی چې له مخالفه کرد وسله‌والو سره اړیکي لري خو دا ګوند وایي چې، د کردانو له حقونو څخه د دفاع او د حکومت له لوري د سیاسي ازادیو او مخالفانو د پراخې ځپنې په وړاندې د مقاومت په خاطر د حکومت له لوري په نښه شوی دی.











СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *