Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

د بشري حقونو مشر: ايران د اعدام په سزا خلک ويروي

0
د بشري حقونو مشر: ايران د اعدام په سزا خلک ويروي

د ملګروملتونو د بشري حقونو مشر ولکر ترک وایي، تهران هغو کسانو ته چې په اعتراضونو کې برخه اخلي، د اعدام له سزا څخه په استفادې په خلکو کې ویره خپروي او د مخالفت مخه نیسي.

ترک وویل، د هغو کسانو لپاره چې د خپلو اساسي حقونو لپاره غږ پورته کوي، په مظاهرو کې برخه اخلي یا یې تنظیموي، د یوې جینایي وسلې په توګه کار اخیستل، د دولت له‌خوا له وژنو سره پرتله کېدای شي.

د ملګروملتونو د بشري حقونو مشر دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې ایران پرون درې تنه نور معترضان هم په اعدام محکوم کړل چې په دې سره تر اوسه په ایران کې پر اعدام د محکوم شویو معترضانو شمېر اولسو ته ورسېد.











СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *