Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

د اسلامي همکاريو سازمان د طالبانو وروستيو محدوديتونو په اړه غونډه جوړوي

0
د اسلامي همکاريو سازمان د طالبانو وروستيو محدوديتونو په اړه غونډه جوړوي

د اسلامي همکاریو سازمان OIC د ښځو پر زده کړو او کار د طالبانو د حکومت د وروستیو محدوديتونو په اړه غونډه جوړوي.

اوای‌سي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دي، چې دا ناسته به د جنوري په ۱۱مه د دې سازمان د اجرایوي کمېټې له‌خوا په جدې کې پيل شي چې په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو او بشري وضعيت په اړه به په‌کې بحث وشي.

د اسلامي همکاريو سازمان او د اسلامي فقې نړۍوالې اکاډمۍ تر دې مخکې د اعلامیو په خپرولو سره پر ښځو د طالبانو وروستي محدوديتونه له شريعت سره په ټکر کې بللي وو.

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې دې ناستې ته هیله‌مندي دي، خو ټینګار کوي چې په ناسته کې دې داسې بحثونه او پرېکړې وشي چې اسلامي حکومتونه د ښځو د حقونو په برخه کې طالبانو ته قناعت ورکړي.

د ښځو د حقونو یوې فعالې ډېوې امرخېل ازادي راډيو ته وویل، د دې ناستې پایلې به تر نورو نړۍوالو ناستو متفاوتې وي.

نوموړې وويل: "دا ناسته له مخکنیو ناستو سره توپیر لري، ځکه دلته له اسلامي اړخه په موضوع بحث کېږي او اسلامي هېوادونه کولای شي طالبانو ته قناعت ورکړي. له اسلامي هېوادونو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې په افغانستان کې د ښځو د ستونزو د حل لپاره جدي اقدامات وکړي."

خو د اسلامي مسایلو یو شمېر پوهان سره له دې چې د دې ناستې هرکلی کوي، وايي چې دا ډول ناستې به د افغانستان پر وضعيت ډېر تاثیر تر هغو و نه‌کړي چې اسلامي هېوادونه په افغانستان کې د یوه ولسي حکومت د رامنځته کېدو لپاره هڅې ونه‌کړي.

له دې ډلې ډاکتر صلاح الدین سعیدي ازادي راډيو ته وویل، چې اسلامي هېوادونه باید افغانانو ته نسخې ور نه‌کړي، بلکې د یوه ولسي حکومت د رامنځته کېدو لپاره دې زمینه برابره کړي.

ښاغلی سعيدي وايي: "د دې کنفرانسونو هرکلی کوو، خو هغه وخت به ډېر هرکلی ترې وشي چې په هغو مسایلو په‌کې تمرکز وشي چې رښتیا هم د حل لارې وي. نړۍواله ټولنه باید دا فرصت برابر کړي چې افغانان خپله پرېکړه وکړي او موږ ته دې نسخې نه راکوي."

تازه د ترکیې یو دیني عالم ډاکتر محمد ګورمز د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت له وزیر سره په ناسته کې ویلي، و چې د یوه مسلمان په توګه په افغانستان کې د ښځو پر زده کړو بندیز ورته د منلو نه‌دی.

تر دې مخکې د الازهر شېخ هم د طالبانو حکومت له‌خوا پر ښځو او نجونو د کار بندیز د شریعت خلاف بللی و او ویلي یې و، هغو کسانو چې دا پرېکړه کړې ده، څنګه یې ۲۰۰۰ هغه حدیثونه او اسلامي روایتونه هېر کړي چې د ښځو د زده‌کړو په برخه کې راغلي دي.

طالبانو له بیا واکمنېدو سره تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل او ښځې یې په دولتي ادارو کې له کاره منع کړې.

دغه راز يې د ډېسمبر په میاشت کې د نجونو پرمخ پوهنتونونه وتړل او په غیر دولتي موسسو کې یې هم د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.











СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *