Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

عباس ستانکزی: د مشرانو يوازې هغه امرونه منل واجب دي چې د شريعت مطابق وي

0
عباس ستانکزی: د مشرانو يوازې هغه امرونه منل واجب دي چې د شريعت مطابق وي

د طالبانو یو مهم مشر شیر محمد عباس ستانکزی وايي د مشرانو یوازې "هغه اوامر په سړي واجب دي چې د شریعت مطابق وي خو که د شریعت خلاف وي بیا یې وجوب نه‌شته."

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال دا څرګندونې تېره اوونۍ په لوګر کې یوې غونډې ته کړي خو تازه په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي.

شیر محمد عباس ستانکزی چې یو مهال یې په قطر کې امریکا سره د طالبانو په مذاکراتو کې د دې ډلې د مرکچي پلاوي مشري کوله تر دې مخکې هم د نجونو او ښځو د زده‌کړو په برخه کې پر شتو محدودیتونو نیوکې کړي دي.

خو تازه څرګندونې یې داسې مهال دي چې د طالبانو مشرتابه په پرله‌پسې فرمانونو کې ښځې په پوهنتونونو کې له زده‌کړو او په نادولتي مؤسسو کې له کار کولو منعه کړي دي.

هغه که څه هم په څرګنده نه‌دي ویلي چې، له دې یې موخه د طالبانو د حکومت کوم اوامر دي؟ خو ویل کېږي چې په وروستیو کې د ښځو پر کار او زده‌کړو د طالبانو د مشرتابه زیاتېدونکو محدودیتونو، خپله د دې ډلې دننه یو شمېر طالب مشران ناخوښه کړي دي چې ښايي عباس ستانکزی هم یو له همدوی څخه وي.

تازه د ناروي د کډوالو د شورا مشر یان ایګلنډ چې افغانستان ته تللی د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: "زه راغلی یم چې طالب مشرانو او هر هغه چا ته چې پر دوی اغېز لري ووایم، موږ اړتیا لرو چې د ښځینه کارمندانو سره خپل کارونه بېرته پیل کړو ګنې د خلکو د ژوند په بیه به تمام شي."

هغه د ښځو پر کار کولو د طالبانو وروستیو محدودیتونو ته په اشارې زیاته کړې: "زه اورم چې په دې اړه د طالبانو ترمنځ توند بحث روان دی، یو داخلي جنجال یې ترمنځ شته او په‌کې هغه ډله چې په ناسمه ده برلاسې ښکاري."

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي تر دې مخکې د نجونو تعلیم د هغوی شرعي حق بللی و او دا یې د حکومت مسولیت بللی و چې سالم او خوندي چاپیریال ورته برابر کړي.

په تازه څرګندونو کې یې د اسلام د دویم خلیفه عمر فاروق په دوره کې پر هغه د خلکو له‌خوا په عام محضر کې د شویو انتقادونو روایتونو ته په اشارې ویلي چې، د بیان ازادي د اسلام اصل دی او په وینا کې یې که طالب مشران یو کار ناسم کوي باید د نورو له‌خوا ورپه ګوته شي.

عباس ستانکزي په دې څرګندونو کې ویلي: " نظام په افراط او تفریط نه چلیږي."

هغه بهرنۍ مرستې د افغانانو لپاره پیغور بللی او په وینا یې دا چې افغانانو په زارعت او نورو برخو کې سم پرمختګ نه‌دی کړی هېواد په شتو امکاناتو کې د نورو د مرستو محتاج دی.

په ټولنیزو رسنیو ګڼو طالب پلوو او ان د طالبانو سیاسي مخالفانو د ښاغلي ستانکزي د دې څرګندونو هرکلی کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له‌خوا په نادولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار له بندیز وروسته ګڼو مرستندویه ادارو په افغانستان کې خپل کارونه ځنډولې او نړیوالې ټولنې له طالب مشرانو غوښتي چې سم‌لاسي دې په دې اړه کړې پرېکړه بدله کړي ګنې اړو خلکو ته په ساړه ژمي کې پر وخت د مرستو نه رسېدل به د ډېرو بې‌وزلو افغانانو لپاره د ژوند په بیه تمام شي.











СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *