Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

د ايران د دفاع وزارت پر يوه پخواني چارواکي د اعدام حکم شوی

0
د ايران د دفاع وزارت پر يوه پخواني چارواکي د اعدام حکم شوی

د ایران سترې محکمې د دغه هېواد د دفاع وزارت د یوه پخواني چارواکي علي رضا اکبري د اعدام حکم تایید کړی دی.

د ایران د استخباراتو وزارت پرون چهارشنبه وویل، اکبري چې د ایران او بریتانیا تابعیت لري، په جاسوسۍ تورن دی.

هغه دا تورونه رد کړي دي.

د علي رضا اکبري میرمنې بي‌بي‌سي فارسي ته ویلي، پر مېړه یې د اعدام حکم صادر شوی دی.

اکبري له ۲۰۱۹ کال را په دې خوا په زندان کې دی او پرون په اعدام محکوم شو.

په همدې حال کې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جیمز کلیورلي په یوه ټویټ کې ویلي، ایران باید د اکبري د اعدام حکم لغوه کړي.











СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *