Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

د ژورنالېستانو ملي ټولنه: د طالبانو له بياځلي واک راهيسې ۳۸۷ رسنيو فعاليت درولی دی

0
د ژورنالېستانو ملي ټولنه: د طالبانو له بياځلي واک راهيسې ۳۸۷ رسنيو فعاليت درولی دی

د افغانستان د ژورنالېستانو ملي ټولنه وايي، د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې ۳۸۷ رسنیو دغه هېواد کې فعالیت درولی دی.

د هغو تازه موندنو له‌مخې چې پرون چهارشنبه د دغې ټولنې له‌خوا خپرې شوې، د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو مخکې افغانستان کې ۵۷۹ رسنۍ فعالې وې چې اوس یې شمېر ۱۹۲ ته راټیټ شوی دی.

په دغو موندنو کې ویل شوي چې، د رسنیو د برخې ۷۰ سلنه نارینه و او ۳۰ سلنه ښځو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې په یوه او بله پلمه پر ازادو رسنیو محدودیتونه لګولي دي.

دوی د نومبر په ۳۰مه نېټه د ازادۍ راډیو او امریکا غږ ایف ایم او منځنۍ څپې هم بندې کړې.











СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *