Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

نن او سبا د افغانستان په ځینو برخو کې د یخنۍ درجه منفي ۳۵ اټکل شوې

0
نن او سبا د افغانستان په ځینو برخو کې د یخنۍ درجه منفي ۳۵ اټکل شوې

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا خبرداری ورکړی چې نن او سبا به د افغانستان په ځینو برخو کې د یخنۍ درجه منفي ۳۵ ته راټیټه شي.

دې ادارې پر خپل ټویټر په یوه بیان کې ویلي چې په داسې یوه حالت کې د طالبانو د حکومت له خوا په کورنیو او نړیوالو غیرحکومتي موسسو کې د ښځو پر کار د محدودیت له کبله اړو افغانانو ته د بشری مرستو د رسولو چارې له جدي خنډ سره مخامخ شوې دي.

له بلې خوا طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د طالبانو اړوند وزارت وايي د دوی مسوول کسان د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ګزمې کوي څو د ژمي په سړه هوا کې له اړو خلکو سره مرستې وکړي.

د دې وزارت ویاند صفي الله رحیمي بېګا ازادي راډیو ته وویل چې د دې وزارت اړوندو ریاستونو ته امر شوی چې مستحق خلک په نښه کړي څو ساړه زیې زیانمن نه کړي.











СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *