Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

چارواکي: د سالنګ د بندې شوې لویې لارې د خلاصون هڅې روانې دي

0
چارواکي: د سالنګ د بندې شوې لویې لارې د خلاصون هڅې روانې دي

د سالنګ لویه لاره د ترافیکو پرمخ بنده شوې ده، خو د خلاصون لپاره یې کار روان دی.

د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت ویاند عبدالحمیدمصباح بیګا په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "په سالنګونو کې هوا لاهم توپاني ده. هلته د شپې د سالنګونو ساتنې او څارنې د ریاست پرسونل په کار بوخت دی څو څومره ژر چې کولای شي لاره د ترافیک پرمخ خلاصه کړي. هلته تر دوه مترو پورې واوره پرته ده نو د توپاني هوا له کبله یې لاره تړلې ده."

مصباح زیاته کړه چې د کابل- کندهار او غور- هرات په ګډون د هېواد د نورو لویو لارو ستونزې له منځه وړل شوي او خلاصې دي.

افغانستان اوسمهال د تېرو څو لسیزو له ترټولو سخت ژمي سره لاس ګرېوان دی.











СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *