ایګلنډ: په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز دوام به ناوړه پایلې ولري
د ناروې د کډوالو د شورا سکرتر جنرال یان ایګلنډ د شنبې په ورځ افغانستان ته خپل سفر پای ته ورساوه. نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي چې افغانستان په ډېره خواشینۍ پرېږدي. ایګلنډ وايي کله چې له کابل روانېده دغلته د هوا سوړوالی منفي شل درجو ته رسېده.