Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت رالوېدو اندېښنې زیاتې کړي

0
د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت رالوېدو اندېښنې زیاتې کړي

د افغانستان د صرافانو او پولي خدمتونو ټولنه وايي، اوسمهال د هېواد په لویو بازارونو کې یو امریکايي ډالر په ۹۰ افغانۍ بدلېږي.

وروسته له هغې چې افغانستان ته د ډالرو د نغدي کڅوړو د لېږد بهیر وځنډېده او نړیوالو بشري ادارو په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودرول دغې چارې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت راښکته کړ.

په تېرو درېیو اوونیو کې د یو امریکايي ډالر په بدلولو کې څه باندې دوه افغانۍ توپیر راغلی او د افغانستان د صرافانو او پولي خدمتونو ټولنه وايي چې اوسمهال یو امریکايي ډالر په ۹۰ افغانیو بدلېږي.

د دې ټولنې رییس میرزا کټوازي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته د ډالرو پر وړاندې د افغانیو رالوېدو لاملونه بیان کړل.

هغه وویل: "علت یې په دې کې دی کله چې د افغانستان بانک بولي اعلانوي که هغه ۱۷ میلیونه یي، خو مارکېټ ته بیا ۶ یا ۷ میلیونه وړاندې کوي، هغه هم نوي ډالر نه وي زاړه وي چې بیا خلک ورته لاس نیسي. د اوس لپاره یو علت دا دی. خو له بده مرغه له بلې خوا اړوندو ادارو سره سمه همغږي نه لرو په ځانګړي ډول د افغانستان بانک سره."

نوموړي همداراز له افغانستان نه ګاونډیو هېوادونو ته د ډالرو د قاچاق مسئله هم د اندېښنې وړ وښوده، خو په وینا یې دوی یې د مخنیوي لپاره هڅې پیل کړي دي.

له هغې وروسته چې طالبانو په ټولو نادولتي ادارو کې د ښځو په کار کولو بندیز ولګاوه یو شمېر نلدولتي ادارو په افغانستان کې خپل فعالیتونه وځنډول.

دغه شان د تېر ۲۰۲۲ میلادي کال د ډسمبر له ۱۴ مې راپدېخوا د ډالرو هېڅ نغدي کڅوړه افغانستان ته نه وه استول شوې حال دا چې له یادې نېټې وړاندې هره اونۍ کې د ډالرو یو نغدي کڅوړه کابل ته رسېده.

خو اوس تازه د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک وایي چې د شنبې په ورځ یې د ډالرو ۴۰ میلیونې کڅوړه ترلاسه کړې ده.

دغه بانک په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې یادې پيسې په کابل کې یو سوداګریز بانک ته سپارل شوي دي.

له دې سره خوا کې یو شمېر کابل مېشتي بیا د افغانیو د ارزښت بیا رالوېدو ته اندېښنه لري.

د دې ښار اوسېدونکی فخرالدین وايي: "څلور پنځه ورځې کېږي چې ډالر قیمته شوي او افغانیو خپل ارزښت له لاسه ورکړی، که چېرته دغه لړۍ دوام پیدا کړي اقتصادي ستونزې شته، خو نورې به هم زیاتې شي."

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی سلیم وايي: "له کله نه چې د امریکا لخوا افغانستان د ډالرو مرستې بندې شوي دي د ډالرو بیه بیا لوړه روانه ده. هغه کسان چې په افغانستان کې ژوند کوي پرته له شکه چې اقتصادي ستونزو سره مخ دي، خو اوس به نور هم دغه حالت خراب شي."

د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت رالوېدو ته داسې مهال اندېښنې زیاتې شوي چې له دې وړاندې هم په افغانستان کې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیه لوړه شوې وه.

له هغې وروسته چې طالبان په افغانستان واکمن شول افغانیو خپل ارزښت بایلود ان تر دې چې یو امریکایي ډالرو په ۱۳۰ افغانۍ بدلېده.











СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *