Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

د بشري حقونو د څار سازمان: ايي‌سي‌سي دې د افغان کرېکټ لوبډلې غړيتوب وځنډوي

0
د بشري حقونو د څار سازمان: ايي‌سي‌سي دې د افغان کرېکټ لوبډلې غړيتوب وځنډوي

د بشري حقونو د څار سازمان هیومان رایټس واچ د کرېکټ له نړیوالې شورا غوښتي چې په دې شورا کې د افغانستان د کرېکټ د ملي ټیم غړیتوب وځنډوي.

په دې سازمان کې د نړیوال نوښت مسوولې مینکي وردن نن په یوه بیان کې ویلي، چې دغه غوښتنه یې د طالبانو له لوري پر ښځو او نجونو د لګول شویو محدودیتونو په غبرګون کې کړې ده.

د مېرمن وردن په خبره د کرېکټ نړیواله شورا باید د افغانستان چې طالبان پرې واکمن دي، غړیتوب او د کرېکټ په نړیوالو سیالیو کې یې ګډون وځنډوي.

د بشري حقونو د څار سازمان دغه مسووله د کرېکټ په نړیواله شورا کې د افغانستان د کرېکټ ملي ټیم د غړیتوب د ځنډولو غوښتنه داسې مهال کوي چې دا ټیم په نړیوالو سیالیو کې تر اوسه د افغانستان د تېر جمهوري نظام بیرغ لېږدوي.

تر دې مخکې د استرالیا د کرېکټ شورا پر ښځو او نجونو د لګول شوي محدوددیت له کبله د افغانستان د کرېکټ له ملي لوبډلې سره درې یو ورځنۍ لوبې چې ټاکل شوې وه په مارچ میاشت کې په متحده عربي اماراتو کې وشي، لغوه کړي دي.

طالبانو د خپلې واکمنۍ په څه باندې شپاړس نیمو میاشتو کې د نجونو او ښځو پر مخ د لوړو زده‌کړو ښوونځي او پوهنتونونه تړلي او پر دې سربېره یې هغوی پارکونو، حمانونو او ورزشي کلپونو ته له تلو منع کړي او هم یې ښځې په غیردولتي موسسو کې له کار کولو را ګرځولي دي.











СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *