د افغان نجونو په نوم د زدهکړو نړيواله ورځ ځانګړې کول؛ نجونو او فعالانو يې هرکلی کړی
یو شمېر افغان نجونې چې ښوونځيو ته له تګ بېبرخې دي، د یونسکو راتلونکې جوړېدونکې غونډې ته په اشارې وايي، دا غونډه باید یوازې د افغان نجونو سره د خواخوږۍ د ښودلو لپاره جوړه نهشي.
بهار چې د يوولسم ټولګي زدهکوونکى ده له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، غواړي په راتلونکي تعليمي کال کې بېرته خپلې زدهکړې پيل کړي.
نوموړې وايي: "کاش چې په نوي کال کې موږ یو بې توپیره او عادلانه حکومت ولرو چې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي او د ښوونځیو دروازې بېرته زموږ پر مخ پرانیزي. زه هیله لرم چې د یونسکو غونډه یوازې د افغان نجونو لپاره د خواخوږۍ څرګندولو لپاره نه وي او نړیواله ټولنه باید په رښتیني ډول اقدام وکړي ترڅو موږ له خپلو حقونو برخمن شو."
دا غوښتنه په داسې حال کې کېږي چې د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) د جنورۍ ۲۴مه د زدهکړې د نړیوالې ورځې په توګه د هغو افغان مېرمنو او نجونو زدهکړو ته ځانګړې کړې چې له زدهکړو بې برخې دي.
په پام کې ده یونسکو راتلونکې اوونۍ د یوې لوې غونډې د جوړېدو په ترڅ کې د افغان ښځو پر زدهکړو د بندیز د ژر تر ژره لیرې کولو غوښتنه وکړي.
د دغه سازمان په اعلاميه کې د يونسکو عمومي مشرې (اډري ازولي) ویلي چې يونسکو به په دې غونډه کې د تعلیم د بنسټیزې غوښتنې بیا رغولو لپاره خپل غږ تازه کړي.
مېرمن ازولي وړاندې ویلي، نړيواله ټولنه دا مسووليت لري چې د افغان نجونو او ښځو حقونه له ځنډ پرته تامين کړي او ټينګار يې کړی چې د ښځو پر وړاندې جګړه بايد ودرول شي.
خو د پوهنې په برخه کې یو شمېر فعالان وايي، که د یونسکو غونډه په یوې اعلامیې کې له طالبانو څخه د نجونو پر مخ د زدهکړو د دروازې د پرانېستلو په اړه پای ته ورسېږي، دا به کومه مثبته پایله ونهلري.
د دغو فعالانو له ډلې څخه نوري نزهت ازادي راډیو ته وویل، نړيوال دې موخې ته د رسېدو لپاره باید د طالبانو پر حکومت د بندیزونو په لګولو او د مالي مرستو په بندولو فشار راوړي.
اغلې نزهت وايي: "یونسکو، د نورو سازمانونو سره په همغږۍ کې باید د هغو ډلو او حکومتونو لپاره هڅه وکړي چې واک ترلاسه کوي او ښځې له خپلو اساسي حقونو څخه بې برخې کوي، د هغو ډلو او حکومتونو په توګه چې د ښځو د حقونو او بشري حقونو اصلي سرغړونکي دي، د نړیوالو بندیزونو تابع دي. دوی دغه ډلې او حکومتونه مجبوروي چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي."
له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو محدودیت او پوهنتونونو کې د ښځينه محصلينو پر تحصیل د بندیز تر څنګ په غیر دولتي ادارو او اکثرو دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بنديز هغه لوى محدوديتونه دي چې طالبانو پر ښځو لګولي دي.
خو د طالبانو حکومت تل ټینګار کړی چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ژمن دي.
د ملګرو ملتونو د تعلیمي، علمي او فرهنګي ادارې د معلوماتو لهمخې، د طالبانو د پرېکړې له امله په افغانستان کې ۸۰ سلنه نجونې (۲،۵ میلیونه) له زده کړو بې برخې شوې دي.
یونسکو د طالبانو دغه پرېکړه د افغانستان لپاره یو ګواښ بولي او په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان د پرمختيايي لاسته راوړنو په اړه د معلوماتو په وړاندې کولو سره وايي چې له ٢٠٠١ کال څخه تر ٢٠٢١ کال پورې ددغه هېواد د پوهنې په ټولو کچو کې د زدهکړو په برخه کې لس برابر زياتوالى راغلی و چې له يو ميليون زدهکوونکو څخه شاوخوا لس ميليونو ته د زدهکوونکو شمېر رسېدلی و.
خو د یونسکو د معلوماتو لهمخې په دې برخه کې هم په ورستیو کې کموالی راغلی.