د پخواني لوی څارنوال عبدالجبار ثابت جسد نن په ننګرهار کې خاورو ته سپارل کېږي
د افغانستان پخوانی لوی څارنوال عبدالجبار ثابت، چې پرون (پنجشنبه) د پېښور په یوه روغتون کې وفات شو، مړی يې نن په ننګرهار کې خاورو ته سپارل کېږي.
عبدالجبار ثابت په ۲۰۰۶ لمریز کال د افغانستان د لوی څارنوال په توګه په داسې حال کې کار پیل کړ چې اداري فساد ډېر و او ده وکړای شول چې په فساد تورن ځینې نسبتاً جګپوړي کسان محبس ته ولېږي.
دی د لویې څارنوالۍ له دندې وروسته د ۲۰۱۱ په اکتوبر کې د کابل ولایت په چهاراسیاب ولسوالۍ کې یرغمل شو او یو کال وروسته خوشي شو.
عبدالجبار ثابت د کابل پوهنتون په حقوقو او سیاسي علومو کې لېسانس او په امریکا کې يې ماسټري کړې وه.
د ده د کورنۍ د معلوماتو پر اساس، نن به د جلال اباد په عیدګاه جومات کې د جنازې له لمانځه وروسته د نوموړي مړی د ننګرهار په سرخرود ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شي.