Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

د مخالفتونو سره سره د شارخ نوی فلم 'پټان' نندارې ته وړاندې شو

0
د مخالفتونو سره سره د شارخ نوی فلم 'پټان' نندارې ته وړاندې شو

د سختدریځو هندوانو له مخالفتونو سره سره د هند د نامتو سینمايي ستوري شاهرخ خان پټان فلم په سینما کې نندارې ته وړاندې شو.

دې فلم ته سختدریځي په دې خاطر په غوسه دي چې ښځینه ستورې یې دپیکا پدوکون لنډه نارنجي رنګه لمن اغوستې ده.

دا رنګ په هندویزم کې سپېڅلی ګڼل کېږي.

پټان فلم، چې شاهرخ خان، دپیکا پدوکون او جان ابراهم په‌کې کار کړی دی، د چهارشنبې په ورځ د هند د جمهوریت تر ورځې مخکې نندارې ته وړاندې شو.

مخکې تر دې چې دا فلم وښودل شي، د هغه د مخنیوي لپاره له بېلابېلو لارو غوښتنې شوې وې او حتي په دې نوم چې پټان بایکاټ کړئ په ټویټر کې یو هشتګ هم خپور شوی و.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له‌مخې، یو شمېر افراطي هندوانو د چهارشنبې په ورځ په بنګلور کې مظاهرې وکړې او د پټان فلم پوسترونو ته یې اور ورته کړ.

دوی شعارونه ورکول چې پټان بایکاټ کړئ.

دې ته ورته مظاهرې د سې‌شنبې په ورځ په بیهار او تر هغه وړاندې په اسام ایالت کې شوې وې.

خو له دې مخالفتونو سره سره پټان فلم د چهارشنبې په ورځ وښودل شو.

په هماغه اندازه چې له دغه فلم سره مخالفتونه څرګند شول تر هغو ډېر هرکلی يې وشو.

د چهارشنبې په ورځ د مومبۍ د سینماګانو مخ ته ګڼ شمېر خلک راټول شوي وو او پر خپلو کمېسونو یا ټي شرتونو یې «پټان» لیکلی و.

د هند این‌ډي‌ټي‌وي خبري چاینل وايي، چې د پټان فلم د لومړۍ ورځې د نندارې لپاره لږ تر لږه نیم ملیون ټکټونه مخکې له مخکې پلورل شوي وو.

دا د شاهرخ خان، چې په خپله هم پټان یا پښتون دی، له څلورو کلونو وروسته لومړنی فلم دی.

شاهرخ خان په تېرو دوو لسیزو کې د هند د سینما تر ټولو وتلی ستوری ګڼل کېږي او ډېر یې کینګ یعنې پاچا بولي.

تر پټان مخکې د شاهرخان وروستی فلم، چې زیرو یا صفر نومېده، چندان خوښ نه‌کړای شو خو پټان یو وار بیا د شاهرخان نوم اوچت کړ.











СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *