Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

سپینې ماڼۍ د طالبانو له لوري روسیې ته د امریکايي وسلو لېږد رد کړ

0
سپینې ماڼۍ د طالبانو له لوري روسیې ته د امریکايي وسلو لېږد رد کړ

امریکا هغه راپورونه ردوي چې ګوندې روسیه هڅه کوي د طالبانو له حکومته امریکايي جنګي وسلې ترلاسه کړي.

د امریکا د سپینې ماڼۍ یو چارواکي هغه خبرونه ردوي چې ګواکي روسیې له طالبانو غوښتي چې د بهرنیو ځواکونو څخه پاتې شوي پوځي تسهیلات، مسکو ته انتقال کړي.

ځینو رسنیو د پنجشنبې په ورځ راپورونه خپاره کړي چې روسیه هڅه کوي په افغانستان کې د امریکا په ګډون د بهرنیو ځواکونو پاتې شوې جنګي وسلې، د طالبانو د رسمیت پېژندلو په بدل کې، تر لاسه کړي.

د امریکا د ملي امنیت په شورا کې د ستراتیژیکو اړیکو همغږي کوونکي جان کربي د جمعې په ورځ امریکا غږ ته وویل: "زه نه شم کولای دا راپور تایید کړم."

هغه د طالبانو د رسمیت پېژندلو غوښتنې ته په اشارې وویل: "خو که دا رښتیا وي نو دوی به خامخا د طالبانو د هدف برخلاف عمل کوي."

نوموړي دا هم وویل چې هېڅ کوم داسې سند نه دی تر لاسه شوي چې د دغه خبر کره والی وښيي.

جان کربي وویل:"که طالبان رښتیا غواړي په په نړیواله توګه په رسمیت وپېژندل شي او غواړي چې د افغانستان د حکومت په توګه پاتې شي نو باید خپلې کړې ژمنې عملي کړي."

د طالبانو حکومت هم دا خبر ردوي او وایي، هغه تجهیزات چې په افغانستان کې پاتې دي هغه په هېڅ قیمت چاته د ورکولو نه دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل: "دا ټولې خبرې غلطې دي، اول دا چې هغه تجهیزات چې په افغانستان کې پاتې دي، خپله افغانستان هغه ته اړتیا لري او موږ هغه ټول ډیپو کړي او محفوظ مو ساتلي او د هېڅ څه په بدل کې یې هم موږ چا ته نه ورکوو او داسې خبرې موږ له هیچا سره هم نه دي کړي."

د راپورونو له مخې د ۲۰۲۱ کال د اکست په ۳۰ مې چې ناټو له افغانستان وتلې، څه باندې ۷ میلیارد ډالرو په ارزښت تجهیزات 'پوځي وسلې' په افغانستان کې د طالبانو لاسته ورغلي.

د سیاسي او پوځي چارو ځینې کار پوهان هم په همدې باور دي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پاتې شوې جنګي تجهیزات به روسیې ته د اوکراین په جګړه کې په درد ونه خوري.

د پوځي چاروکار پوه اسد الله ندیم ازادي راډیو ته وویل: "ښایي روسیه په دې برخه کې هڅه وکړي چې په هر شکل هغه وسلې، مهمات او جنګي تجهیزاتو ته لاسرسی پيدا کړي څو د اوکراین په جګړه کې یې وکاروي، خو امریکا هغه وسلې چې په افغانستان کې پرېښي هغه اصلاً مهمې او پرمختللي وسلې د جنګ لپاره نه دي، نو ځکه زه فکر نه کوم چې دوی به له دې وسلې اوکراین ته د جنګ لپاره کار واخلي ځکه چې د اوکراین جګړه له تاوتریخوالي ډکه او خورا پر مختللې جګړه ده."

د سیاسي چارو کار پوه طارق فرهادي وایي، که روسیه یوازینی هېواد ووسي چې افغانستان په رسمیت وپېژني بیا هم دا عمل د افغانستان هېڅ ستونزه نه شي حل کولای.

د طالبانو حکومت تر دې وړاندې د هغه وسلو او پوځي تجهیزاتو د نیولو خبر ورکړی و چې ټاکل شوي وه نورو هېوادونه په ځانګړې ډول پاکستان ته قاچاق شي.











СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *