Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

د افغانستان بانک ۱۶ میلیونه ډالر لیلاموي

0

د افغانستان بانک غواړي چې نن ۱۶ میلیونه ډالر لیلام کړي.

دغه بانک د دې ډالرو د لیلام خبر پرون په ټویټر کې خپور کړ.

د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتې دي چې په دې داوطلبي کې برخه واخلي.

د افغانستان بانک تېره اونۍ هم ۱۵ میلیونه ډالر لیلام کړل.

دغه بانک د دې لپاره بازار ته ډالر د لیلام لپاره عرضه کوي چې د ډالر په وړاندې د افغانۍ ارزښت وساتي.

د کابل په شهزاده سرای کې پرون د بازارونو د تړلو تر وخت پورې یو امریکایي ډالر په نهه اتیا افغانیو او شپېتو پولو تبادله شو.











СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *