Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

پیټرپاول د چک د جمهوري ریاست ټاکنې وګټلې

0
پیټرپاول د چک د جمهوري ریاست ټاکنې وګټلې

د چک پوځ پخوانی مشر پیټرپاول د جمهوري ریاست په ټاکنو کې پخواني صدراعظم اندرې بابیش ته ماتې ورکړه.

پیټرپاول د لوېدیځ ملاتړی دی او له اوکراین سره د مرستې ننګه کوي.

ده تېره شپه په پلازمېنه پراګ کې خپلو پلویانو ته وویل: "زه یوازې له هغو کسانو څخه نه چې ماته یې رایه راکړې، له هغو څخه هم مننه کوم چې ماته یې رایه نه ده راکړې او د رایي ورکولو لپاره راوتلي وو، ځکه چې دغه کسان ډیموکراسۍ ته او څه ته چې په دې هېواد کې تېرېږي اهمیت ورکوي."

د چک پخواني صدراعظم او میلیاردر اندري بابیش خپله ماتې ومنله.

۶۱ کلن پاول د انتخاباتي کمپاین پرمهال ژمنه کړې وه چې په کلکه به د ناټو، اروپایي ټولنې او له اوکراین سره د مرستې ملاتړ کوي.











СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *