Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

د ایټالیا یو دولتي شرکت د لیبیا د تېلو له ملي شرکت سره تړون لاسلیک کړ

0
د ایټالیا یو دولتي شرکت د لیبیا د تېلو له ملي شرکت سره تړون لاسلیک کړ

د ایټالیا د انرژۍ دولتي شرکت اي این ای د اته میلیارده ډالرو په ارزښت د لیبیا د تېلو له ملي شرکت سره تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې سمندر غاړو ته نږدې تر اوبو لاندې د لیبیا د تېلو دوې ګازي حوزې پراخې شي.

اي این ای شرکت د شنبې په ورځ وویل، د دغو دوو سمندري ګازي حوزو له پراختیا سره تمه ده چې په ۲۰۲۶م کال کې استخراج پيل شي.

داسې اټکل کېږي چې د دې سیمو د ګازو اوسط تولید به د کال شاوخوا اووه اعشاریه پنځه میلیارده مترمکعب وي.

دا د هغه ګازو له درېیو څه باندې دوې برخې کېږي چې ایټالیا پخوا له روسیې وارداوه.

وروسته تر دې چې روسیې د ۲۰۲۲کال په فبروري کې پر اوکراین غیرموجه برید وکړ، د اروپایي ټولنې هېوادونو د ګازو د پېرلو په برخه کې له روسیې مخ ګرځولی دی او هڅه کوي چې ژرترژره د افریقا له شمالي هېوادونو ګاز ترلاسه کړي.

مخکې تر دې چې روسیې پر اوکراین حمله وکړه اروپا ته تر ټولو ډېر ګاز روسیې صادراوه چې دا صادرات له دې برید وروسته ډېر زیات کم شول.

د اروپایي ټولنې چارواکي وایي چې روسیه غواړي چې د ګازو د صادراتو په خاطر اروپایي ټولنه اړباسي چې په جګړه کې د اوکراین له ملاتړه لاس واخلي.

په اروپایي ټولنه کې له جرمني وروسته تر ټولو ډېر ګاز له روسیې څخه ایټالیا اخیست.

د ازادي راډیو د خبر څانګې د راپور پر بنسټ له کله چې د اروپایي ټولنې هېوادونو ته د روسیې د ګازو صادرات لږ شول، په بیسارې ډول په دې ټولنه کې د ګازو بیې لوړې شوې.

د اي این ای شرکت خپله اعلامیه د شنبې په ورځ وروسته تر دې خپره کړه چې د ایټالیا صدراعظمې جورجیا ملوني د افریقا له شمالي هېوادونو کتنه وکړه.

ملوني څو ورځې مخکې الجزایر ته تللې وه چې د ایټالیا د ګازو اصلي سرچینه ده.

هغې هلته د انرژي په برخه کې یو لړ تړونونه لاسلیک کړل.

ایټالیا د مې په میاشت کې له الجزایر سره دا تړون لاسلیک کړی و چې د ۲۰۲۲ کال له مني وروسته دې ایتالیا ته ډېر ګاز صادروي.

د دې تړون له مخې به الجزایر ایټالیا ته په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴  کلونو کې نهه میلیارده مترمکعب اضافي ګاز ورکوي.

د ایټالیا صدراعظم بیا لیبیا ته مخه کړه او هلته یې وویل چې ایټالیا د یرغمل کولو په نیت افریقا ته مخه کړې نه ده، غواړي چې د دې هېوادونو له اقتصادي ودې سره مرسته وکړي.

ایټالیا ته د لیبیا د ګازو صادرات له ۲۰۱۱کال وروسته ډېر کم شول، هغه وخت د ناټو په ملاتړ د پاڅون په ترڅ کې د لیبیا دیکتاور معمر قذافي له واکه لرې شو، خو تر دې وروسته په لیبیا کې ناامنۍ پیل شوې.

د افریقا له شمالي هېوادونو پرته اروپایي ټولنه هڅې کوي چې د امریکا له متحد ایالتونو او قطر څخه ګاز ترلاسه کړي.

اروپایي ټولنې ته د روسیې د ګازو صادرات په ۲۰۲۲ کال کې دومره کم شول چې د پخواني شوروي اتحاد تر ړنګېدو وروسته کله هم دې حد ته نه و رسېدلي او اټکل کېږي چې سږکال به دا صادرات نور پسې کم شي.

اروپایي ټولنه غواړي چې د دې لسیزې تر اخره له روسیې څخه د طبیعي ګازو پلور بند کړي، دا هغه سوداګري ده چې له دې درکه هر کال روسیې په لسګونو میلیارده ډالر ترلاسه کول.











СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *