Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

ایټالیا کې پر افغان ښځو د لګول شویو محدودیتونو پر خلاف لاریون شوی

0
ایټالیا کې پر افغان ښځو د لګول شویو محدودیتونو پر خلاف لاریون شوی

د پښتون ژغورنې غورځنګ یا پي ټي ایم اروپايي څانګې په لسګونه پلویانو پر افغان نجونو او ښځو د تعلیم او کار د محدودیتونو خلاف په ایټالیا کې لاریون وکړ.

د لاریون یوه تنظیموونکي عبدالله احسان ازادي راډیو ته ویلي، د لاریون برخه والو له طالبانو غوښتنه وکړه چې د نجونو او ښځو د تعلیم، تحصیل او کار حق دې نه ځنې اخیستل کېږي.

لاریونوالو له نړیوالې ټولنې هم وغوښتل چې په دې برخه کې دې پڅ چلند نه کوي، بلکې خپل دریځ دې قاطع او روښانه کړي.

دا لاریون داسې وخت کېږي چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت پرون شنبه نادولتي پوهنتونونو ته هم امر وکړ چې د کانکور په راروانو ازموینو کې نجونو او ښځو ته د ګډون حق ورنه کړي.

شاوخوا ۵۰۰ ورځې کېږي چې نجونې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته نور تعلیم نه شي کولای، تېره میاشت ښځې او نجونې پوهنتونو ته له تګ هم منع شوې او په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار هم بندیز ولګېد.











СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *