Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

ایراني چارواکي: بې پېلوټه الوتکو په اصفهان کې یوه دفاعي فابریکه ویشتلې

0
ایراني چارواکي: بې پېلوټه الوتکو په اصفهان کې یوه دفاعي فابریکه ویشتلې

ایراني چارواکو نن سهار ویلي، بمب لېږدوونکو بې پېلوټه الوتکو تېره شپه په اصفهان کې د ایران یوه دفاعي فابریکه ویشتلې ده او څه ناڅه یې زیانمنه کړې ده.

دا پېښه داسې وخت کېږي، چې د ایران حکومت له سیمه ییز او نړیوال کړکېچ سره لاس و ګرېوان دی.

د ایران دفاع وزارت په دې باب معلومات نه دي ورکړي چې په دې حمله کې د چا د لاس لرلو شک کېږي، خو وايي دا د بې پېلوټه الوتکو ناکامه حمله وه، چې مرګ ژوبله یې نه ده اړولې.

حمله داسې وخت شوې چې پرون شنبه د ایران په اذربایجان غربي ولایت کې د تېلو په یوه چاڼځای کې اورلګېد.

په دې اورلګېدنه کې د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

په همدې اذربایجان غربي ولایت کې پرون شنبه ناوخته یوې زلزلې لږ تر لږه درې کسان مړه تر ۶۶۰ زیات کسان ټپیان او ځینې کورونه زیانمن کړل.











СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *