Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

اروپايي ټولنه د افغانستان په سوله او ثبات کې د ګاونډیو ونډه مهمه بولي

0
اروپايي ټولنه د افغانستان په سوله او ثبات کې د ګاونډیو ونډه مهمه بولي

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی وايي، د افغانستان ګاونډیان د دې هېواد په سولې او ثبات کې مهمه ونډه لري.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن په دې هېواد کې د سولې و ثبات د ټینګښت په برخه کې د ګاونډیو او سیمې هېوادونو ونډه مهمه بولي، هغه افغانستان چې د نیکلاسن په خبره، د ټولو افغانانو حقونه په کې خوندي او پرمختګ وکړي.

توماس نیکلاسن نن په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "اروپايي ټولنه به همدې هدف ته د رسېدو لپاره د مرکزي اسیا هېوادونو سره خپلې همکارۍ او نږدې کار ته دوام ورکړي."

د اروپايي ټولنې دا لوړ پوړی چارواکی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تېره اوونۍ یې بروکسل کې د مرکزي اسیا د پنځو هېوادونو له استازو او تر خوا یې د اروپايي ټولنې د یو شمېر غړو سره هم د افغانستان په اړه جوړه شوې ګډه غونډه کې ګډون کړی و.

د جنوري په ۲۰مه د مرکزي اسیا ۵ هېوادونو ازبکستان، تاجکستان، قرغزستان، قزاقستان او ترکمنستان په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د یو شمېر هېوادونو له استازو سره تر کتنې وروسته، دواړه لوريو په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې په سولې و ثبات ټینګار وکړ.

دې اعلامیه کې په افغانستان کې د یوې سیاسي او مشروع پروسې له لارې د یو ټولشموله حکومت په جوړېدو، ټولو لوریو مذهبي او قومي لږکیو ته په درناوي، د بشري حقونو په خوندیتوب او د نجونو او ښځو د زده‌کړو په بیا پیل ټینګار شوی و.

اعلامیه کې همدا ډول د افغانستان د اقتصادي او بشري وضعیت په اړه اندېښنه ښودل شوې وه او له افغانانو سره یې د مرستو د دوام غوښتنه کړې وه.

په دې ګډه اعلامیه کې په بروکسل کې د افغانستان په اړه د غونډې ګډو‌نوالو له افغانستانه د سیمې او ګاونډیو هېوادونو امنیت ته د ور پېښ ګواښ په اړه هم اندېښنه ښودلې وه او له طالبانو یې غوښتي و چې د ترهګرو د ځپلو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

خو طالبانو تل ویلي چې افغانستان کې ترهګر نه‌شته او دوی ډاډ ورکوي چې خاوره به یې د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي.

له کله چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، د افغانستان ګاونډیانو او د سیمې هېوادونو د طالبانو له ګډون پرته په تاجکستان، هند او یو شمېر اروپايي هېوادونو کې د افغانستان د وضعیت په اړه غونډې کړي.

خو د دې غونډو او اندېښنو سره سره، لا هم په افغانستان کې د روان وضعیت د سمون لپاره کومه عملي طرحه او یا هم پلان نه لیدل کېږي چې له مخې یې له اوسنیو ستونزو د افغانانو د وتو لپاره کومه هیله په کې نغښتې وي.











СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *