Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

اروپايي ټولنې د افغانستان د سوداګرۍ عمده ننګونې مشخصې کړي

0
اروپايي ټولنې د افغانستان د سوداګرۍ عمده ننګونې مشخصې کړي

اروپايي ټولنه وایي، بانکي ستونزې، د برښنا نشتوالی، د ښځینه کارکوونکو کموالی او د سیمه ییزو همکاریو نشتوالی د افغانستان په خصوصي سکتور کې د سوداګرۍ عمده ننګونې دي.

په افغانستان کې سوداګرې مېرمنې وایي، پر ښځو روان بندیزونه د دې لامل ګرځېدلي، چې دوی خپل فعالیتونه په سمه توګه پر مخ یونسي.

په هرات کې د زعفران د تولیدي شرکت مسوولې ثریا دقیق ازادي راډيو ته وویل، د بندیزونو وضع کول په ځانګړې ډول د جواز د نه تمدید، له محرم پرته سفر ته اجازه نه ورکول او نورو موارد دا هغه ستونزې دي چې ښځینه سوداګرې ورسره لاس او ګرېوان دي.

اغلې دقیق وایي: "د برښنا نشتون او د جواز د تمدید په برخه کې د دولت د همکاریو نه شتون، یوازې سفرونه، دا ټول هغه ستونزې دي چې ښځې ورسره مخ دي او نه شي کولای خپل تجارت په سمه توګه مخته یوسي نو ځکه موږ د څه مودې لپاره خپل کارونه بند کړي دي څو وګورو چې څه کېږي، ځکه ښځې نه شي کولای یوازې کار( دندې) ته ولاړې شي کله چې وځي نو طالبان هغوی ته وایي، تاسو ولې تنها ځئ، په دې شین سهار له محرمه پرته چېرې ځي او دې ته ورته نور مسایل."

تازه اروپايي ټولنې ویلي، بانکي ستونزې، د برښنا نشتوالی، د ښځینه کارکوونکو کموالی او د سیمه ییزو همکاریو نشتوالۍ، د افغانستان په خصوصي سکتور کې د سوداګرۍ عمده ننګونې دي.

دغې ټولنې په خپله ټویټرپاڼه لیکي چې دوی د پاکستان د اجرايوي مدیر سره په همکارۍ په نړیوال بانک کې له ۲۵ له زیاتو سوداګرو ښځو او نارینوو او دغه شان لویو او وړو شرکتونو سره، چې په افغانستان کې فعالیت لري دا ستونزې مشخصې کړې دي.

دا په داسې حال کې دی چې یوه ورځ مخکې نړیوال بانک په ۲۰۲۲ کال په ورستیو نهو میاشتو کې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت پر مهال، صادارت نوي سلنه زیات شوي، نرخونه ثابت ساتل شوي او عواید هم زیات شوي دي.

په افغانستان کې روانې بې روزګارۍ او د افغانانو بېوزلۍ ته په پام د نړیوال بانک دا راپور د ځينو له خوا مبالغه ګڼل شوې، خو د طالبانو حکومت یې هرکلی کړی او د صادارتو ډېرېدل یې اقتصادي پرمختګ ګڼلی دی.

د اقتصادي چارو پوه عبدالناصر رشتیا په خصوصي سکتور کې ستونزو ته په پام سره ازادي راډیو ته وویل، که د طالبانو حکومت له نړۍ سره تعامل وکړي او د نړیوالو له خوا په رسمیت وپېژندل شي نو کولای شي چې د بېوزلۍ او بېکارۍ ستونزه ختمه کړي.

رشتیا وویل: "په لڼد مهالي کې اړتیا ده، چې نړۍ په بېلابېلو برخو کې افغانستان سره مرسته وکړی، په ځانکړي ډول د پرمختیايي او پراختیايي پروژو په برخه کې چې کاري فرصتونه رامنځته کوي. په اوږد مهال کې دا د افغانستان په دولت پورې لري چې څنګه کولای شي د ستراتیژیکو اقتصادي پلانونه په درلودلو سره، مهمې اساسي او پرمختیايي پروژې پیل کړي او افغانستان د پانګونو د جذب لپاره يه یو مناسب ځای بدل کړي."

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل چې د خصوصي سکتور په برخه کې د یادو شویو ستونزو په اړه د طالبانو د حکومت تر کنترول لاندې د سوداګرۍ او پانګونې خونې نظر هم ولري، خو د دغه خونې مرستیال یونس مومند پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.

خو تر دې وړاندې بلومبرګ امریکايي خپرونې په یوه خپره کړې مقاله کې ویلي، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي پر ښځو د بندیزونو د لګولو پړه په نړیوالو اچولې ده.

دې مقالې کې دا هم راغلي چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د ملګرو ملتونو سازمان د سر منشي له مرستیالې امینه محمد سره په لیدنه کې ویلي، کوم بندیزونه چې په افغانستان لګېدلي او بانکي سیستم یې له ستونزو سره مخ کړی، سوداګر یې اغېزمن کړي او دوی بهر ته پیسې نه شي انتقالولی چې تېل او خوراکي موارد راوارد کړي.











СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *