Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

سوريې د دغه هېواد په اړه د کيمياوي وسلو د سازمان راپور رد کړ

0
سوريې د دغه هېواد په اړه د کيمياوي وسلو د سازمان راپور رد کړ

سوریې د یکشنبې په ورځ د کیمیاوي وسلو د مخنیوي سازمان هغه راپور رد کړ، چې په‌کې ویل شوي وو، دمشق په ۲۰۱۸م کال کې له کیمیاوي وسلو په استفاده په یوه حمله کې ۴۳ کسان مړه کړي وو.

سوریې هغه راپور ناسم وباله.

سانا دولتي اژانس د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه خپره کړې چې په‌کې راغلي: "سوریه د کیمیاوي وسلو د مخنیوي سازمان د جمعې ورځې راپور په بشپړ ډول ردوي."

اعلامیه وايي، دغه راپور پر واقعیت ولاړ نه‌دی او غلطه نتیجه په‌کې اخیستل شوې ده.

د کیمیاوي وسلو د مخنیوي سازمان په خپل راپور کې ویلي، کره شواهد شته چې ښېي د سوریې د هوايي ځواک لږ تر لږه یوې څرخي الوتکې د یاغیانو تر ولکې لاندې ښارګوټي دوما کې د زهرجنو ګازو دوه سلنډرونه غورځولي وو.











СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *