Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

امريکا: د طالبانو وروستيو فرمانونو نړيواله ټولنه له ننګونو سره مخ کړې ده

0
امريکا: د طالبانو وروستيو فرمانونو نړيواله ټولنه له ننګونو سره مخ کړې ده

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده‌ایالاتو ځانګړی استازی توماس وېسټ یو ځل بیا د افغانستان د وضعیت او په دې هېواد کې د خپلو ګټو د خوندیتوب په موخه د خبرو لپاره په سفر وتی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، وېسټ به د جنوري له۲۹مې د فبروري تر ۴مې پاکستان، جرمني او سویس ته سفر وکړي او هلته به په افغانستان کې د ګډو ګټو په اړه د متحده‌ایالاتو له شریکانو، افغانانو او د بشري مرستو رسوونکو مؤسسو له استازو سره سلا مشورې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې دا هم لیکل شوي چې: "د طالبانو وروستیو فرمانونو نړیواله ټولنه له فوق‌العاده ننګونو سره مخ کړې، ځکه متحده‌ایالات د افغانانو د ملاتړ او د خپلو ګټو د ساتنې په لټه کې دي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې دا نه‌دي لیکل شوي چې دا ننګونې کومې دي، خو هغه څه چې ښکاره دي پر افغان نجونو او ښځو د طالبانو وروستیو پرله‌پسې بندیزونو د امریکا په ګډون نړیواله ټولنه د دې هېواد د راتلونکې په اړه اندېښمنه کړې ده.

روانه میاشت کې د ملګرو ملتونو او د اسلامي همکاریو سازمان دوو پلاوو د دې بندیزونو د پای ته رسولو لپاره افغانستان ته سفر وکړ، خو تر اوسه یې له طالب چارواکو سره خبرو اترو کومه پایله نه‌ده لرلې.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، توماس وېسټ به د افغانستان د دې وضعیت په اړه خپل دې سفر کې د یوه سیمه‌ییز او نړیوال غبرګون د رامنځ‌ته کولو لپاره کار وکړي، هغه چې د دې وزارت له قوله، د افغان نجونو او ښځو حقونو او حیاتي مرستو ته د افغانانو د لاس‌رسي په برخه کې د ډله‌يیزې ژمنې څرګندونه وکړي.

وېسټ د تېر ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په لومړیو کې د سیمې په سفر راوتی و او تاجیکستان، پاکستان، هند او متحده‌عربي اماراتو کې یې له یو شمېر افغان سیاستوالو، پخوانیو چارواکو، طالب‌ مشرانو د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو د حقونو له ملاتړو او د دې هېوادونو له چارواکو سره د افغانستان په وضعیت خبرې کړې وې.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبر پاڼه کې په دې اړه څه نه‌دي لیکلي شوي، چې ایا د ښاغلي وېست په دې سفر کې د طالبانو له چارواکو سره خبرې شاملې دي او که نه.

هاخوا نن د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري مسکو ته ځي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، بلاول به له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره وګوري او د خبرو په اجنډا کې یې د افغانستان پر وضعیت بحث هم شامل دی.

افغانستان داسې مهال د سیمې او نړۍ د بحثونو په مرکز بدل شوی، چې طالبانو ته بیا وروستیو مهمو غونډو کې د ګډون بلنه نه‌ده ورکړل شوې.











СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *