Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

پاکستان کې ځینې افغان پناه غوښتونکي له اقتصادي ستونزو شکایت کوي

0
پاکستان کې ځینې افغان پناه غوښتونکي له اقتصادي ستونزو شکایت کوي

یو شمېر افغانان چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پاکستان ته تللي، د اقتصادي ستونزو او د خوراکي توکو د بیو له لوړېدو کېدو شکایت کوي.

حبیب‌الله د شپږ کسیزې کورنۍ سرپرست دی چې له تېرو اووه میاشتو راهیسې پاکستان کې دېره دی.

هغه وايي، یو بل هېواد کې د پناه اخستو د قضیې په موخه پاکستان ته تللی، خو نه یوازې دا چې قضیې یې ډېر وخت ونیوه، بلکې د خوراکي توکو د بیو پورته کېدو ستونزې لا زیاتې کړې دي.

نوموړي وویل: "زه د ۲۰۲۲ کال په جون کې پاکستان ته راغلم. زوی مې امریکا کې دی او زموږ کارونه هم روان دی. ما په یو این ایچ سي آر کې انټرویو هم ورکړه. ټول شپږ تنه یوو. اوسمهال بیې ډېرې پورته شوي. کالدارو خپل ارزښت بایللی، هر څه قیمته شوي دي."

کابل مېشتي صفورا چې اسلام‌اباد کې اوسېږي وايي، د امنیتي ستونزو له امله یې افغانستان پرېښود.

نوموړې هم د خوراکي توکو د پورته کېدو او په پاکستان کې د کاري فرصتونو له کمي شکایت کوي.

هغې وویل: "له مجبورۍ راغلوو، افغانستان نور د ژوند ځای نه‌و. کورسونو کې چاودنې کېدې، اولادونو مې درس نه‌شو ویلای. دلته هم ستونزې دي. سړي مو بې‌کاره دي، قیمتي ده. څومره پیسې چې مو راوړې وې، ټولې مو مصرف کړې."

پاکستان کې د مېشتو افغانانو په خبره، وروستیو ورځو کې د یوې ۱۵ کیلويي اوړو بورۍ بیه له ۱۰۰ تر ۱۵۰ کلدارو پورته شوې او په یو قوطۍ شپږ لیټره غوړو کې هم تر ۱۵۰ روپۍ زیاتوالی راغلی.

دا په داسې حال کې ده چې وروستیو اوونیو کې پاکستانۍ کلداره د ډالر پر وړاندې تر ټولو ټیټې بیې ته راښکته شوه او دې چارې د خوراکي توکو بیې هم لوړې کړې.

د پاکستاني بانکونو په حواله، د جنورۍ په ۳۰مه یو امریکايي ډالر په ۲۶۳ کالدارو تبادله کېده.

د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال نږدې درې میلیونه افغان کډوال پاکستان کې مېشت دي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، ډېر شمېر افغانان د اقتصادي ستونزو، بې‌روزکارۍ امنیتي ګواښونو او ډېر شمېر نور بیا په لویدیځو هېوادونو او امریکا کې د پناه اخستو په هدف هغه هیواد ته ولاړل.











СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *