Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

Новости за 02.01.2023

چين افغانستان کې د انرژۍ د توليد برخه کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې

Pa.azadiradio.com 

چین لېوالتیا ښودلې چې په افغانستان کې د بندونو د جوړولو او د انرژۍ د تولید په برخه کې پانګونه وکړي. د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس پرون یکشنبه خبر ورکړ چې د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور او د چین د CRBC کمپنۍ له مشر او نورو کارکوونکو سره لیدلي. په خبر کې زیاته شوې چې چینايي چارواکو د افغانستان لپاره د بندونو د جوړولو او د انرژۍ د تولید په برخه کې د پانګونې ژمنه کړې ده. ملا عبداللطیف منصور د ازبکستان په پلازمینه تاشکند کې له دغو چینايي چارواکو سره لیدلي. هغه... Читать дальше...

ايران د افغان نجونو لپاره بورسيې اعلان کړي دي

Pa.azadiradio.com 

د ایران درېیو پوهنتونو د افغان نجونو لپاره د بورسیو اعلان کړی دی. د ایران دولتي رسنیو پرون د دغه هېواد د علومو وزارت د سرپرست وحید حدادي اصل په حواله راپور ورکړی چې، د تهران الزهرا، د خراسان شمالي ولایت کوثر او د قُم حضرت معصومه پوهنتونونه چمتو دي چې افغان نجونو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي. د حدادي اصل په خبره الزهرا پوهنتون دمګړۍ پنځوسو نجونو او حضرت معصومه پوهنتون د درېیو سوو افغان نجونو د منلو ژمنه کړې. دغو پوهنتونو ویلي، که د لیلیې امکانات ورته ډېر شي د نورو افغان نجونو منلو ته هم چمتو دي. Читать дальше...

د پاکستان کورنيو چارو وزير څرګندونو ته د طالبان غبرګون: افغانستان بې‌څښتنه نه‌دی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو دفاع وزارت د رانا ثناالله د خبرو په اړه غبرګون وښود او ویې ویل چې، افغانستان بې څښتنه نه‌دی. په هغې اعلامیه کې چې یکشنبه ناوخته د طالبانو دفاع وزارت په دې تړاو خپره کړې راغلي، سره له دې چې د شواهدو له‌مخې د پاکستاني طالبانو مرکزونه په دننه پاکستان کې دي د پاکستاني چارواکو دا ډول ادعاوې د دواړو هېوادونو اړیکې زیانمنوي. په اعلامیه کې طالب چارواکو د رانا ثناالله څرګندونې بې‌اساسه او پاروونکې بللي او ګواښ یې کړی چې د خپل هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ د دفاع لپاره چمتو دي. د پاکستان... Читать дальше...

پاکستاني چارواکي: روانه اوونۍ افغانستان ته د بندي افغان مېرمنو د استولو پروسه پيلوو

Pa.azadiradio.com 

په کراچۍ کې د افغانانو په تېره بیا بندي ښځو او ماشومانو په اړه د شکایتونو له زیاتېدو وروسته اوس چارواکو ژمنه کړې چې افغانستان ته د دغو ښځو د استولو پروسه پیلوي. د کراچۍ په مرکزي زندان کې د چارواکو د معلوماتو له‌مخې ۱۲۹ افغان مېرمنې له ۱۷۸ افغان ماشومانو سره بندیانې دي. د کراچۍ د مرکزي زندان یوې افسرې شیبا شاه اسوشیتید پریس سره په خبرو کې وویل: "له دغو ۱۲۹ افغان ښځو ۵۴ یې په دوه میاشتو بند محکوم شوي دي. نور ۷۵ تنه تر محاکمې لاندې دي. دوی په منظم ډول محکمو ته حاضریږي. د جنورۍ په لومړۍ اوونۍ کې... Читать дальше...

رينا اميري: د افغان مېرمنو د کار او زده‌کړو د حق د بېرته اعادې لپاره هڅې کوو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشري حقونو، ښځو او نجونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رينا اميري ویلي، چې د افغان نجونو او ښځو غږ اوري او د دوی تر څنګ دریږي. هغې په خپل ټوېټر په یوه بیان کې ویلي چې، د افغان نجونو او ښځو د تعلیم او کار د حق د بېرته اعادې لپاره په خپل ټول توان هڅه کوي. هغې همدارنګه د یوه سوله‌ییز او با ثباته افغانستان لپاره د ښځو ونډه مهمه بللې ده. اغلې امیري په خپل ټوېټر هغه شعارونه هم بیا شریک کړي چې د افغان ښځو د تعلیم او کار لپاره جوړ شوي. افغان فعالانو او نجونو د «ټول یا هيڅ» په شعارونو... Читать дальше...

ګلوبل نیوز: د کابل د یکشنبې ورځې پېښه کې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوښتې

Pa.azadiradio.com 

انټرسيپټ: انټرسيپټ خپرونې د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو د وروستیو پرېکړو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده. په دې مقاله کې راغلي چې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو تړلو پرېکړه د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو وروستۍ قهرجنه پرېکړه ده او داسې اقدام دی چې افغان ټولنه بېرته د ۱۹۹۰یمې لسیزې، د لیکوال په وینا، تورې دورۍ ته بیایي. د لیکوال په باور، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د افغانانو د کړاونو د کمولو لپاره یو کار په اسانۍ سره کېدای شي او هغه دا چې افغان کډوالو ته په امریکا کې ځای ورکړل شي. په... Читать дальше...

تخار کې د لیمو د حاصلاتو زیاتوالی؛ بزګران د بازار له نشتوالي شکایت کوي

Pa.azadiradio.com 

د تخار ولایت د کوکچې سیند پورې غاړې ولسوالیو یو شمېر بڼوالان وايي چې سږکال په دې ولایت کې د لیمو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، خو د بازار له نشتوالی شکایت کوي. د تخار د دشت قلعه ولسوالۍ یو بڼوال عبدالمقتدر چې له ۸ کالو راهیسې د لیمو بڼوالۍ ته یې مخه کړې ازادي راډیو ته وویل: "موږ د لیمو د روزنې په برخه کې ډېر زحمتونه ګاللي دي، ځکه د لیمو بڼوالي ساده کار نه دی. سږکال حاصلات ښه دي، خو بازار نه لري. موږ یو من لیمو په ۳۵۰ افغانۍ پلورو چې دا د خپل کړې لګښت نه پوره کوي." د دې ولایت د ینګي قلعه... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *