'رونالډو' د سعودي له 'النصر' لوبډلې سره تړون لاسليک کړ
د نړۍ د فوټبال نامتو ستوري کریستیانو رونالډو په پلازمېنې ریاض کې د سعودي عربستان له النصر لوبډلې سره پرون په رسمي ډول تړون لاسلیک کړ. رونالډو تر دې تړون وروسته خبرې غونډې ته وویل چې، ده ته په اروپا او امریکا کې د فوټبال کلپونو وړاندیزونه کړي وو خو ده دا غوره وګڼله چې له یوه نوي چلنج سره مخامخ شي. د تړون لهمخې به النصر د کال څه باندې دوه سوه میلیونه ډالر رونالډو ته ورکوي. دا د فوټبال په تاریخ کې تر ټولو ډېرې پیسې دي چې یو لوبغاړی یې ترلاسه کوي. اووه دېرش کلن رونالډو پنځه ځله د ټولې نړۍ د کال غوره لوبغاړی انتخاب شوی دی.