په ایران کې ۱۰۹ بندي لاریون کوونکو د اعدام له خطر سره مخامخ دي
د ایران د بشري حقونو یوه ډله چې مرکز یې په ناروې کې دی وایي، دغه هېواد کې د توقیف شویو لاریون کوونکو له ډلې ۱۰۹ هغه یې د اعدام له خطر سره مخامخ دي. دغې ډلې پرون د جنورۍ ۹مه په یوه اعلامیه کې ویلي، د دغو محکومېدونکو اصلي شمېر ممکن زیات وي، ځکه کورنۍ یې د فشار له کبله چوپه خوله دي. اعلامیه کې راغلي، ایران کې د مظاهرو له پيله د ۶۴ ماشومانو او ۳۶ ښځو په ګډون ۴۸۱ تنه وژل شوي هم دي. ملګرو ملتونو او ګڼو لوېدیځو هېوادونو په ایران کې له مظاهره چیانو سره شوی چلند او په اعدام د هغوی محکومېدل په کلکو ټکو غندلي دي. Читать дальше...