د ایران د فوټبال پخوانی لوبغاړی: 'علي خامنه یي' د ایران استازی نه دی
د ایران د فوټبال د ملي لوبډلې پخواني نړیوال لوبغاړي علي کریمي د دې هېواد پر لوی مذهبي مشر نیوکه کړې او ویلي یې دي چې علي خامنه یي د ایران استازی نه دی. په ایران کې له پراخو اعتراضونو له پیلېدو وروسته کریمي ته د معترضانو پر ضد د حکومت د ځپونکو اقداماتو د لوی منتقد په سترګه کتل کېږي. دا څرګندونې د خامنه يي د پنجشنبې ورځې د هغې وینا پر وړاندې د کریمي غبرګون و، چې ویلي یې و، د تېرو څلورو میاشتو اعتراضونه د دښمن د ښه پلان نتیجه وه، خو هغه زیاته کړه چې هغوی فکر کاوه نورو هېوادونو ته د څو پلورلو عناصرو... Читать дальше...