د بشري حقونو يوه ډله: ايران کې د اعتراضونو له امله ټول ۵۲۲ کسان وژل شوي دي
د بشري حقونو یوه ډله وایي، له کله چې په ایران کې اعتراضونه پیل شوي، لږ تر لږه ۵۲۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په امریکا کې دېره، د HRANA په نوم د بشري حقونو د فعالانو یوې ډلې پرون په یوه راپور کې وویل، چې د قربانیانو له ډلې لږ تر لږه ۷۰ تنه یې ماشومان دي. د حکومت ضد اعتراضونو په ترڅ کې د توقیف شویو کسانو شمېر نږدې شل زره تنه ښودل شوی دی. د بشري حقونو د فعالانو دا ډله اندېښنه څرګندوي چې ښایي د معترضانو له ډلې ۱۱۰ یې په اعدام محکوم شي. تر اوسه څلور معترضان په ایران کې اعدام شوي او یو شمېر نورو ته د اعدام سزاوې اورول شوي دي. Читать дальше...