د اوکراین په دنیپرو کې د قربانیانو شمېر نږدې ۴۰کسانو ته پورته شوی
د اوکراین په مرکزي ښار دنیپرو کې د روسیې د میزایل برید د قربانیانو شمېر نږدې څلویښتو کسانو ته پورته شوی دی. چارواکو ویلي چې د دغې پېښې په وژل شویو کسانو کې درې ماشومان هم شامل دي. د راپورونو له مخې پېښه کې لږ تر لږه ۷۵ نور کسان ټپيان شوي چې څلور یې ماشومان دي. د شنبې ورځې دغه برید پر یوې نهه پوړیزې ودانۍ وشو چې یوه برخه یې ونړېده.