Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

Новости за 20.01.2023

پاکستان کې ځانمرګي بريد دوه پوليس وژلي او درې يې ټپيان کړي دي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په شمال لوېدیځ کې یوه ځانمرګي برید دوه پولیس وژلي او دری نور یې ټپیان کړي. پېښه د خیبرپښتونخوا د جمرود په سیمه کې شوې. د خیبر ضلعې پولیسو مشر محمد عمران مشال راډیو ته وويل، وسله‌والو تېره شپه شاوخوا اته بجې د جمرود پر تخته بېګ امنيتي پوسته ځانمرګی برید وکړ. نوموړي ويلي: "د وسله‌والو په ډزو زموږ دوه پوليسان ووژل شول او يو شخصي ملازم ژوبل شو. دا ټول څلور وسله‌وال ول. لومړی يې پر امنيتي پوسته ډزې وکړې او لاسي بمونه یې وغورځول او بیا یې پرې ځانمرګی برید وکړ. پولیسو هم پرې ځوابي ډزې وکړې."... Читать дальше...

د امريکا دفاع وزارت اوکراين سره د نورو پوځي مرستو اعلان وکړ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) وايي، اوکراین ته به ۹۰ سټرایکر جنګي وسایط، ۵۹ اضافي برادلي زغره‌وال ګاډي او په سلګونو زره نور مهمات واستوي. د دغو مرستو اندازه دوه نیم میلیارده ډالره بلل شوې. په دې مرستو کې د HIMARS راکټي سیسټمونه، د NASAMS هوایی دفاع سیسټمونه، ۲۵ ملي مترو برادلي توپ او د براډلي د ټانک ضد سلګونه راکټونه شامل دي. د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزارت (پنتاګون) پرون (د جنورۍ ١٩) اعلان وکړ چې په دې بسته کې ټانکونه شامل نه‌دي، ځکه جرمني ويلي چې تر هغه وخته پورې چې امريکا اوکراين ته... Читать дальше...

پاریس جرمن لوبډلې ریاض ایلیون ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د سعودي عربستان د پلازمېنې په ملک فهد فوټبال لوبغالي کې د فرانسې اړوند فوټبال کلب پاریس جرمن ۵ـ۴ ریاض ایلیون ته ماتې ورکړه . دا سیالي چې د فوټبال د ځینو مشهورو ستورو په ګډون ترسره شوه، د ځانګړي مېلمه ټکټ په‌کې په ۲،۶ میلیونه ډالرو وپلورل شو. دغه ټکټ د سعودي سوداګر مشرف الغامدي له لوري په داوطلبۍ کې واخیستل شو. پاریس جرمن لوبډلې په خپل ترکیب کې د لیونل میسي، نیمار او ایمباپې په څېر ډېر مشهور ستوري لرل او د ریاض ایلیون په لوبډله کې بیا کریسټیانو رونالډو یوازینی مشهوره لوبغاړی و. په دې لوبه... Читать дальше...

طالبان د دوحې له موافقې په سرغړونه تورن شول

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر لوېدیځو شنونکو طالبان د دوحې له موافقې په سرغړونه تورن کړل. دوی چې په واشنګټن کې د نیو امریکا څېړنیز انستیتیوت په غونډه کې خبرې کولې، وویل چې طالبانو پر خپلو هغو ژمنو عمل نه‌دی کړی چې د ۲۰۲۱ د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه یې د دوحې په موافقه کې منلې وې. فتون براون، چې پخوا پر القاعده، داعش او طالبانو د ملګروملتو د بندیزونو د څارنې د څانګې غړی و، د چهارشنبې په ورځ وویل، طالبان د دوحې موافقې ته ژمن نه‌دي. ده د نورو موضوعاتو ترڅنګ په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن‌الظواهري وژل کېدا د دوحې د موافقې یوه سرغړونه وبلله. Читать дальше...

يونسکو د زده‌کړو نړيواله ورځ د افغان نجونو او ښځو په نوم ځانګړې کړې ده

Pa.azadiradio.com 

یونسکو یا د ملګروملتو تعلیمي، علمي او کلتوري ادارې د جنورۍ ۲۴مه، د زده‌کړو نړیواله ورځ د افغان نجونو او ښځو نوم ته ځانګړې کړه. واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته افغان ښځې او نجونې له کار او تعلیمه محرومه شوي او له همدې کبله له افغان ښځو او نجونو سره د نړیواله خواخوږي مخ په زیاتېدو ده. د یونسکو رئیس ادرې ازولي د پنجشنبې په ورځ افغان ښځو او نجونو ته د هغوی د دغو اساسي حقونو د بېرته ورکول کېدو غوښتنه وکړه. ده وویل، یونسکو تعلیم د ټولو انسانانو حق بولي او په نړۍ کې بل هیڅ هېواد نه ویني چې ښځې یې له دې حقه منع کړي وي. Читать дальше...

د مظاهرو د مخنيوي په خاطر ايراني ځواکونو د زاهدان ښار ته تللې لارې بندې کړي دي

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو یوه ډله وايي، د ایران امنیتي ځواکونو زاهدان ښار ته تللې لارې په دې خاطر بندې کړي چې نن په دغه ښار کې د مظاهرو مخه ونیسي. په زاهدان کې چې د سیستان او بلوچستان ولایت مرکز دی، د تېر کال د سپټمبر له دېرشمې را په دې خوا هره جمعه مظاهرې کېږي. د ایران امنیتي ځواکونو د تېر کال د سپټمبر په دېرشمه په زاهدان کې مظاهره‌چیان وځپل او په لړ کې یې ګڼ شمېر مظاهره‌چیانو ته مرګ‌ژوبله واړوله. د ځینو راپورونو له‌مخې، د سپټمبر په دېرشمه جمعه، چې خونړۍ جمعه یې بولي، شاوخوا ۱۰۰ تنه ووژل شول او سلګونه نور ژوبل شول. Читать дальше...

د بلوڅو فعالانو کمپاين: تېر کال ايران کې ۱۷۹ بلوڅان اعدام شوي دي

Pa.azadiradio.com 

د ایران د بلوڅو فعالانو کمپاین وايي، په ۲۰۲۲ م کال په ایران کې ۱۷۹ تنه بلوڅان اعدام شوي دي. د ازادې اروپا / ازادي راډیو ایرانۍ څانګې راډیو فردا د بلوڅو فعالانو د کمپاین په قول ویلي چې په ۱۷۹ تنو اعدام شویو بلوڅانو کې د ۱۱۷ تنو جرم مخدر مواد او د ۴۸ نورو قتل ښوول شوی دی. د دغه کمپاین په وینا، په سیستان او بلوچستان ولایت کې د اعدام شویو حقیقي شمېر تر دې خورا ډېر دی خو د یو شمېر اعدام شویو کسانو په اړه معلومات له‌دې کبله نه څرګندېږي چې یا یې د کورنۍ غړي ورڅخه خبر نه‌دي او یا د حکومتي اورګانونو له لوري بېرول کېږي. Читать дальше...

فريډم هاوس: افغانستان کې د بشري حقونو ۹۰سلنه مدافعانو سره تاوتريخوالی شوی

Pa.azadiradio.com 

فریډم هاوس په افغانستان کې د بشري حقونو د ملاتړو د وضعیت د ارزولو په هدف د بشري حقونو له ۶۶۳ فعالانو سره مرکې کړي دي. دې امریکا مېشتې ناحکومتي مؤسسې په خپل راپور کې، چې د پنجشنبې په ورځ یې خپور کړ ویلي، د بشري حقونو په سلو کې ۹۰ مدافعان، چې په افغانستان کې پاتې دي، وايي چې په یو نه یو ډول بدسلوکي یا تاوتریخوالی ورسره شوی دی. په راپور کې وړاندې راغلي، د سروې په درو کې یوه پوښتل شوي ویلي، چې له افغانستانه په تېښته بریالی شوی خو لا هم ډاریږي ځکه چې د خپلو کورنیو اندېښنه ورسره شته او لا هم له هېواده... Читать дальше...

پاکستان کې بد اقتصادي وضعيت؛ د کلدارو او ونډو ارزښت ټيټ شوی

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې د پاکستان د ونډو او پیسو ارزښت مخ په ښکته کېدو دی، د دغه هېواد مرکزي بانک تمه کوي چې راتلونکې اوونۍ به له بهره پاکستان ته ډالر ورسیږي او نه یوازې د روپیو د ارزښت د کمېدو مخه به ونیول شي بلکې د وارداتو لپاره به د ډالرو د کموالي ستونزه حل شي. د سه‌شنبې په ورځ د پاکستان د ونډو ارزښت ۱۳۸۸ پواینټه ولوېد او ورسره جوخت د نورو اسعارو په وړاندې د پاکستانۍ روپۍ ارزښت نور هم ټیټ شو. شنونکي وايي، د زیاتو پورونو ترڅنګ سیاسي بې‌ثباتۍ د پاکستان اقتصاد ته سخت ګوزار ورکړی دی. خبریال او شنونکی... Читать дальше...

بلومبرګ خپرونه: متقي پر افغان ښځو محدوديتونه نړيوالو بنديزونو پورې تړلي بللي

Pa.azadiradio.com 

بلومبرګ خپرونه: د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر پر افغانو ښځو د محدودیتونو پړه پر نړیوالو بندیزونو اچولې ده. دا له امریکا خپرېدونکې د بلومبرګ خپرونې د یوه مطلب سرلیک دی. مطلب کې وایو، امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینې محمد ته د چهارشنبې په ورځ د ښځو د حقونو په اړه د خبرو پر مهال وویل: "پر افغانستان بندیزونه دي، پر بانکي سیسټم مو بندیزونو دي، سوداګر مو له جدي ستونزو سره مخ دی او نه‌شي کولی بهر پیسې انتقال کړي چې خواړه او تېل وارد کړي." خپرونې د امیرخان متقي هغه پوښتنه هم را... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *