طالبان: په نیمروز کې یوې نجلۍ ځان وژنه کړې
په نیمروز کې د طالبانو امنیه قومانداني د یوې ځوانې نجلۍ د ځان وژنې خبر ورکړ. د دې قوماندانۍ د امنیت امر ملا شاه ولي ضرار ازادي راډیو ته وویل چې ښایي دې نجلۍ د کورنیو شخړو له امله ځان وژلی وي. د ملا ضرار په وینا، دا پېښه د نیمروز په مرکز زرنج کې شوې ده. ده په دې برخه کې نور جزییات نه دې ورکړي، خو ځینو رسنیو ویلي دي چې دا نجلۍ شپاړس کلنه وه او د کورنۍ شخړې له امله یې انتحار کړی دی.