هیرالډ: طالبانو بېرته د خپلې تېرې واکمنۍ په څېر کارونو ته مخه کړې
اینډپنډنټ: اینډپنډنټ ورځپاڼې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتو د بخښنې مسئله رااخیستې ده. افغانستان ته د ملګرو ملتو د سرمنشي د مرستیالې امینه محمد په مشرۍ د پلاوي د سفر پرمهال یو عکس د طالبانو تر سپین بیرغ لاندې واخیستل شو. تر دې وروسته د ملي مقاومت په نوم د جبهې د بهرنیو اړیکو مشر علي معثم نظري په ټویټر کې ولیکل چې په کابل کې د ملګرو ملتو غړي د ترهګرو له بیرغ سره عکس اخلي او په دې ډول د دې سازمان بې پرېتوب تر سوال لاندې راولي. اینډپنډنټ لیکي، دا ټویټ په خواله رسنیو کې بیا بیا خپور شو چې ملګري ملتونه یې اړ کړل چې له دې امله بخښنه وغواړي.