Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

Новости за 25.01.2023

ايا د افغان نجونو د زده‌کړو په اړه روانو هڅو نتيجه ورکړې ده؟

Pa.azadiradio.com 

پرون د تعلیم نړیواله ورځ وه او داسې وخت ونمانځل شوه، چې نن (چهارشنبه) ۸۹۲مه ورځ ده، په افغانستان کې نجونې تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه‌لري او تېره میاشت پوهنتونو ته د نجونو او ښځو تګ هم منع شو. د ملګروملتونو عمومي اسمبلۍ د ۲۰۱۸ کال په ډسمبر میاشت کې د جنوري ۲۴ مه د دې لپاره د زده‌کړو د ورځې په توګه ونوموله، چې په سوله او پرمختګ کې د زده‌کړو پر اهمیت ټینګار وکړي. یونسکو سږ کال د زده‌کړو نړیواله ورځ د افغان نجونو په نوم نومولې او تازه یې پر خپله ټویټر پاڼه یو وار بیا له ټولو غوښتي... Читать дальше...

د جرمني صدراعظم: اوکراين ته به 'ليوپارډ' ټانکونه ولېږل شي

Pa.azadiradio.com 

د جرمني صدراعظم اولاف شولځ پرېکړه وکړه، چې اوکراین ته په جرمني کې جوړ شوي لیوپارډ ټانکونه ولېږي. هغه د پولنډ په څېر نورو هېوادونو ته هم اجازه ورکړه، چې اوکراین ته دغه ټانکونه ورکړي. په همدې حال کې ویل شوي چې د امریکا متحدو ایالتونو هم پرون سې‌شنبه اوکراین ته د ابرامز په نوم ټانکونو او نورو پوځي مهماتو د ورکړې خبره کړې ده. خو د امریکا د حکومت یوه ویاند په دې باب له تبصرې ډډه وکړه. تر دې مخکې متحدانو پر جرمني انتقادونه کول، چې نه خپله اوکراین ته دا ټانکونه ورکوي او نه هم متحدانو ته دا اجازه ورکوي. Читать дальше...

شهباز شريف د برښنا پارچاوۍ له امله له خپل ملت بښنه غوښتې

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف پرون سې‌شنبه د برښنا د پارچاوۍ له کبله له خپل ملت څخه بښنه وغوښته. له دوشنبې تر پرون پورې د ۲۴ ساعتونو لپاره په پاکستان کې برښنا نه وه، چې د دغه هېواد ۲۲۰ ملیونه وګړي په تیاره کې پاتې وو. په پاکستان کې د برښنا د پارچاوۍ له کبله د تولیدي فابریکو چارې په ټپه ولاړې وې او په روغتونونو کې له اضطراري جنراټورونو کار واخیستل شو. د پاکستان د انرژۍ وزیر، خرم دستګیر خان ویلي، په دغه هېواد کې برښنا د سې‌شنبې سهار بېرته عادي حالت ته راوګرځېده. خو د پاکستان په ځینو برخو کې... Читать дальше...

د مقامت جبهې نورستان کې د طالبانو د دوو پوځي اډو سوځولو خبر ورکړی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو مخالفه، د مقاومت جبهه وايي، پرون یې په نورستان کې د طالبانو دوې پوځي اډې په اور سوځلي دي. د دغې جبهې ویاند صبغت احمدي پرون په ټویټر کې لیکلي، چې د مقاومت ملي جبهې مبارزینو دغه مرکزونه په تاکتیکي حمله کې سوځلي او د طالبانو ۱۳ غړي یې نیولي دي. احمدي زیاتوي، چې په دې پېښه کې دوی ته کوم زیان نه‌دی اوښتی. د طالبانو ویاندویانو د دې موضوع په باب تبصره نه‌ده کړې. په وروستیو کې د طالبانو خلاف په ځینو ولایتونو کې حملې کېږي، چې ځینو مسوولیت د دوی مخالفې ډلې مني.

جوزيپ بوريل: اروپايي ټولنه به د افغان ښځو ملاتړ ته دوام ورکړي

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بوریل وايي، له ملګرو ملتونو سره یو ځای به دغه ټولنه د افغان وګړو په ځانګړي ډول ښځو او تر څنګ ولاړ وي. ښاغلي بوریل په بروکسل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې امینې محمد سره د کتنې عکس هم خپور کړی دی. د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر لیکلي، چې له مېرمن امینې سره یې د افغانستان تر سفر وروسته معوماتي بحثونه درلودل. امینې محمد چې د ملګرو ملتونو د یوه هیئت مشري کوله، تېره اوونۍ افغانستان ته سفر وکړ، چې د ښځو او نجونو پر کار او تعلیم د بندیزونو په اړه له طالب چارواکو سره خبرې وکړي. Читать дальше...

برېتانيا کې ۲۰۰ پناه غوښتونکي ماشومان ورک دي؛ افغانان هم په‌کې شامل دي

Pa.azadiradio.com 

د برېتانیا د کډوالۍ وزیر رابرت جنریک، ویلي چې په دغه هېواد کې ۲۰۰ پناه غوښتونکي ماشومان ورک دي، چې افغانان هم په‌کې شامل دي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې، جنریک پرون سې‌شنبه د برېتانیا پارلمان ته وویل، د ماشومانو د ورک کېدو ۴۰۰ پېښې شته، چې لا هم د ۲۰۰ ماشومانو د برخلیک په اړه معلومات نه‌شته. د برېتانیا د کډوالۍ وزیر زیاته کړه، د دغو ورکو ماشومانو له ډلې ۸۸ یې البانیايي، پاتې ۱۲ نور یې د افغانستان، مصر، ویټنام، پاکستان او ترکیې دي. د برېتانیا دغه چارواکی وايي، د ۲۰۲۱م کال له جولای میاشتې... Читать дальше...

کابل ښاريان: د طالبانو حکومت دې د برښنا پارچاوۍ ستونزه حل کړي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د هوا له سړېدو سره زیاتې کورنۍ د برښنا له نشتوالي شکایت کوي او ځینې یې وايي، چې سون توکي هم نه‌لري، ځکه بیې یې خورا لوړې شوې دي. په کابل کې د یوه ښوونځي ښوونکې، کریمې رحیمیار تېره شپه ازادۍ راډیو ته وویل، هره خوا تیاره ده. نوموړې وويل: "تاسو پوهېږئ چې په دې سړه هوا کې د برښنا پارچاوي څومره سخته تمامېږي، کورونو کې مو سکاره او لرګي نه‌شته، همدا برښنا وه، چې کله- کله مو برقي بخارۍ کارولې. که یو ساعت برښنا هم راتلله د خلکو کورونه تودېدل. یوازې کابل نه‌دی، ټول افغانستان د برښنا له پارچاوۍ سره مخامخ دی. Читать дальше...

ګڼو سازمانونو او چارواکو يو ځل بيا د نجونو پرمخ د ښوونځيو او پوهنتونو د پرانيستلو غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې ځینو مېرمنو چې ځانونه «د ښځو د خودجوشه غورځنګ» غړي معرفي کوي، د سې‌شنبې په ورځ د تعلیم نړیوالې ورځې په مناسبت ویډیويي پیغامو کې پر نجونو او ښځو د لګول شویو محدودیتونو د لیرې کېدو غوښتنه وکړه. د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیت تېره شپه په خپل ټویټر کې د تعلیم نړیوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو د متخصصانو د ډسمبر د ۲۹مې نېټې اعلامیه بیا خپره کړې، چې په هغې کې ویل شوي چې له زده‌کړو انکار کول تبعيض دی. نوموړي ويلي: "له تعلیم انکار کول تبعیض او تر ټولو جدي ناتوان کول دي. Читать дальше...

ملګري ملتونه: ۷۰سلنه افغانان کافي خواړه نه‌لري

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د تازه راپور له‌مخې په اسیا کې د پام وړ کسان د خوړلو لپاره کافي خواړه نه‌لري. دغه راپور چې د سې‌شنبې په ورځ خپور شو وايي، د بیو له لوړېدو سره بې‌وزلي او د خوړو نه خوندیتوب زیاتېږي. دغه راپور د خوړو نړیوال پروګرام، د خوړو او کرنې ادارې، دغه راز د تعلیم د ملاتړ پروګرام په ګډون د ملګرو ملتونو د څو ادارو له‌خوا برابر شوی دی. د راپور د شمېرو له‌مخې نږدې نیم ملیارد وګړي چې په هرو لسو کسانو کې یې ۸ تنه په جنوبي اسیا کې ژوند کوي په ۲۰۲۱م کال په خوارځواکۍ اخته شوي دي. په دوام راغلي،... Читать дальше...

افغانستان ته د ملګروملتونو د پلاوي پرله‌پسې سفرونه؛ مېل انلاين ورځپاڼې پرې تبصره کړې

Pa.azadiradio.com 

مېل انلاين خپرونه: میل انلاین خپرونې په خپلې وروستۍ ګڼې کې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د جګپورو چارواکو په پرله‌پسې سفرونو او طالب چاوراکو سره يې پر کتنو یو مطلب خپور کړی دی. لیکنه وايي، د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د ادارې مشر او د دوو لویو مرسته کوونکو سازمانونو مشران په کابل کې وو. خپرونې د ملګرو ملتونو د ویاند سټیفن دوچاریک په حواله ویلي، د بشري مرستو برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفټ، د سیف د چیلډرن او کییر انټرنیشنل مؤسسو مشران او د ملګرو ملتونو لپاره... Читать дальше...

ازادي راډيويي مجله؛ طالبانو موسيقۍ ته په ورته شعرونو بنديز لګولی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو له لوري موسيقۍ ته په ورته شعرونو د بنديز په اړه د ښاغلي نجيب منلي څرګندونې، شعر، کيسه او پر کيسه نقد. افغانستان کې د کتاب له لوستلو سره د نه لېوالتيا دليل او د ماشومانو پر روزنه د رسنيو د اغېز په اړه مرکه په دې خپرونه کې را اخيستل شوي دي. دا خپرونه چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *