د افغانستان بانک پر سوداګريزو بانکونو د سل مليونه بانکنوټونو د وېشلو خبر ورکړ
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک وایي، سل ملیونه نوي بانکنوټونه یې سوداګریزو بانکونو ته وېشلي دي. دغه بانک د چهارشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۲۵مه) یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه شمېر نویو افغانیو کې د لسو، شلو، پنځوسو او سلو افغانیو بانکنوټونه شامل دي. د افغانستان بانک په خبره، د نویو بانکنوټونو په بدل کې سل ملیونه زاړه بانکنوټونه له سوداګریزو بانکونو څخه ټول شوي دي. په افغانستان کې په ځانګړې توګه د طالبانو له بیا واکمنۍ را وروسته د زړو بانکنوټونو په اړه تل شکایتونه کېږي. افغانستان... Читать дальше...