Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2023

Новости за 30.01.2023

جرمني د هاکي نړیوال جام اتلولي وګټله

Pa.azadiradio.com 

د هاکي لوبو د نړیوال جام په پایلوبه کې جرمني د بلجیم لوبډلې ته ماتې ورکړه او د درېیم ځل لپاره یې د اتلولۍ جام وګاټه. دغه سیالۍ چې د هاکي نړیوال فدراسیون له لوري په هندوستان کې پیل شوې وې، د یکشنبې (د جنورۍ ۲۹مه) په ماښام د جرمني په اتلولۍ پای ته ورسېدې. د پايلوبې په ټاکلي وخت کې دواړو لوبډلو ۳-۳ ګولونو ترسره کړل او لوبه یې برابره کړه، جرمنان د پنالټي په شوټونو کې ۵-۳ له بلجیم مخکې شول. یادې سیالۍ د جنورۍ میاشتې په ۱۱مه نېټه د هند په کوربه‌توب د ۱۶ هېوادونو ترمنځ پیل شوې وې چې د ۱۷ ورځو په جریان کې ۴۴لوبې ترسره شوې. Читать дальше...

ايران کې د دفاعي وسايلو يوه فابريکه باندې بريد شوی

Pa.azadiradio.com 

د ایران دفاع وزارت وایي، د دې هېواد په اصفهان ولایت کې د دفاعي وسایلو د تولید یوه فابریکه بې‌پیلوټه الوتکو چې پر چاودېدونکو موادو سمبالې وي، په نښه کړې ده. په هغه خبرپاڼه کې چې، پرون یکشنبې دې وزارت خپره کړې ویل شوي چې د دې فابریکې ځینې برخې ویجاړې شوي دي. په دې اړه چې دغه بې‌پیلوټه الوتکې د کوم هېواد وې، نور جزیات نه‌دي ورکړل شوي او نه هم تر اوسه چا د دغه برید مسولیت اخیستي خو له‌دې مخکې د دا ډول بریدونو پړه پر اسرایل اچول شوې ده.

مارټين ګريفيټس نن ملګروملتونو ته د افغانستان په اړه راپور وړاندې کوي

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې مشر مارټین ګریفیټس به نن ملګروملتونو ته افغانستان ته د خپل وروستي سفر په اړه راپور وړاندې کړي. مارټین ګریفیټس کابل ته په سفر کې چې نږدې یوه اوونۍ یې دوام وکړ، له طالب چارواکو سره په لیدنو کتنو کې په غیردولتي مؤسسو کې پر ښځینه کارکونکو د لګول شوي بندیز د لیرې کولو پر موضوع ډېر تمرکز کړی و.  د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند سټیفین دوجاریک وړمه ورځ خبریالانو ته وویل، چې دا غونډه به د نیویارک په وخت د سهار په یولسو بجو چې په افغانستان کې اته‌نیمې بجې کېږي،... Читать дальше...

اوچا: افغانستان کې د خوارځواکۍ کچه لوړ حد ته رسېدلې ده

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، په افغانستان کې د خوارځواکۍ کچه خطرناک لوړ حد ته رسېدلې او د دې هېواد ۴ ملیونه وګړي یې اغېزمن کړي دي. اوچا پرون په یوه ټویټ کې ویلي، چې ۸۷۵ زره ماشومان په شدیدې ځوارځواکۍ او ۲،۳ ملیونه ماشومان هم په معتدلې حادې خوارځواکۍ اخته دي. اوچا همدارنګه ویلي، چې ۸۴۰ زره امیندوارې او شیدې ورکونکې ښځې هم په خوارځواکۍ اخته دي. اوچا ویلي، دوامداره مالي تمویل خورا مهم دی چې د خوارځواکۍ درملنه او مخنیوی یې یقيني شي.

امينه محمد: که ښځې د کار اجازه ولري مرستندويه مؤسسې به ټولو افغانانو ته مرستې ورسوي

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد وایي، کورنۍ او نړیوالې غیردولتي مرستندویه موسسې په تر ټولو ښه موقف کې دي چې ټولو افغانانو ته خدمتونو ته ورسوي. نوموړې ويلي، که د بشري چارو ښځینه کارکونکي د کار کولو اجازه ولري چې د ښځو او نجونو ځانګړیو اړتیاوو لپاره کار وکړي. امینه محمد چې د طالبانو له‌خوا د افغان ښځو او نجونو د کار او زده‌کړې د بندیزونو د لیري کولو د هڅو په ترڅ کې د جنوري په شلمه افغانستان ته څلور ورځنی سفر پای ته رسولی، دغه څرګندونې پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې کړي دي. تر دې څلور ورځې... Читать дальше...

کابل ښاريان: د برښنا نه‌شتون له ستونزو سره مخ کړي يو

Pa.azadiradio.com 

د کابل اکثره اوسېدونکي چې له برښنا بې‌برخې دي، په دې ساړه ژمي کې د خپلو کورونو په تودولو کې هم له ډېرو ستونزو سره مخ دي. د کابل يو اوسېدونکی ثناګل چې د خلکو بوټونه ترمیموي وایي، سړې هوا ډېر په تنګ کړی ځکه نه‌شي کولای خپل ماشومان تاوده وساتي. نوموړی وايي: "موږ په کور کې هیڅ څه نه‌لرو او زما ماشومان وایي، لاړ شه او موږ ته لرګي راوړه. زه هیڅ پیسې نه‌لرم. تر اوسه مې ۵۰ افغانۍ ګټلي دي. واوره وریږي او پېرودونکي نه‌شته." په افغانستان کې د سړې هوا له امله چې ویل کېږي په وروستۍ څه باندې یوه لسیزه... Читать дальше...

امينه محمد: د افغانانو د ستونزو لپاره د حل لارې لټول د ملګروملتونو اصلي لومړيتوب دی

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد وایي، د دې هېواد د وګړو د وضعیت لپاره یوه حل لاره د دې سازمان یو مهم لومړیتوب دی. امینه محمد چې په دې وروستیو کې یې افغانستان ته سفرکړی و، تېره شپه په یوه ټویټ کې ویلي. چې له طالب چارواکو سره په لیدنو کتنو کې یې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه او هم په دې اړه چې که دغه حالت، محدودیتونه او بندیزونه دوام وکړي، ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. امینه محمد بیا په دې اړه اندېښنې داسې مهال ښېي چې طالبانو د شنبې د ورځې ناوخته د افغانستان خصوصي پوهنتونونو ته د یوه... Читать дальше...

انډپنډنټ: د طالبانو له ډار سره سره د افغان ښځو اعتراضونه روان دي

Pa.azadiradio.com 

سنډې پوسټ: له سکاټلنډ خپرېدونکې اوونیزې سنډې پوسټ پرون په دې باب لیکنه خپره کړې چې د هري پاټر مشهورو ناولونو د لړۍ لیکوالې له افغان ښځینه مدافع وکیلانو سره د همکارۍ لپاره، د سلګونو زره پونډو په ارزښت مالي مرسته کړې ده. د مقالې په وینا، د هري پاټر لیکوالې جووان رولېنګ د دې بسپنې ورکولو هدف د هغو ښځینه مدافع وکیلانو خوندي کول بللي چې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیاټینګولو وروسته یې ژوند په خطر کې و. د سنډې پوسټ اوونیزې په لیکنه، مېرمن رولېنګ د دغو افغان مېرمنو او د هغوی د کورنیو د غړو د... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *